بریتانیا د روسیې واګنر وسلهوال یوه تروریستي ډله اعلانوي
بریتانیا نن اعلان وکړ چې د واګنرپه نوم د روسیې د اجیرو وسلهوالو ډله به یوه تروریستي ډله اعلان کړي.
د بریتانیا حکومت ویلي سره له دې چې د واګنر د ډلې مشر یوګیني پریګوژین وژل شوی، خو دا ډله بیا هم نړیوال امنیت ته یو ګواښ ده.
حکومت ویلي، پارلمان ته به یوه مسوده وړاندې کړي چې دا ډله د تروریزم د قانون په چوکاټ کې په دې دې نوم ونوموي.
د یوې تروریستي ډلې په توګه د واګنرپه پېژندلو سره به په دې ډله کې چې پر اوکراین د روسیې د یرغل په ترڅ کې یې په جګړه کې مهم رول لوبولی او هم یې په سوریه او یو شمېر افریقایي هېوادونو کې عملیات ترسره کړي، غړیتوب او ور څخه ملاتړ غیرقانوني اعلان شي.