د امریکا د بهرنیو چارو وزیر کییف ته رسېدلی
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن نن د اوکراین پلازمېنې کییف ته ورسېد.
د نوموړي دغه سفر له مخکې نه وو اعلان شوی.
د امریکا د بهرنیو چا وزارت کییف ته د بلېنکن سفر، چې لومړی ځل یې اوکرایني رسنیو خبر ورکړ، نه و اعلان کړی.
یو شمېر امریکایي چارواکو چې نومونه یې نه دي په ډاګه شوي، اسوشېټېډپرېس آژانس او 'سي این این' ته ویلي چې له کییف څخه د بلېنکن د کتنې هدف دا دی چې د اوکراین د وروستیو درېیو میاشتو تهاجمي عملیاتو ارزونه وکړي او هم له کییف څخه د متحدو ایالتونو د ملاتړ دوام څرګند کړي.
دغه چارواکو همدارنګه ویلي چې بلېنکن به له اوکراین سره د ۱۷۵ میلیون ډالرو نه تر۲۰۰ میلیون ډالرو پورې د نوې پوځې مرستې اعلان وکړي.
له کییف څخه بلېنکن دغه کتنه څو ورځې وروسته له هغې ترسره کېږي چې د اوکراین ولسمشر په پوځي قراردادونو کې د فساد په اړه د راپورته شویو اندېښنو ته په پام خپل دفاع وزیر او یو شمېر نور چارواکي له دندو لیرې کړل.
د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار جیک سولیوان تېره اوونۍ د اوکراین له درېیو جګپوړو چارواکو سره پر دې خبرې وکړې چې په څه ډول کېدای شي د جګړې په جریان کې د فساد مخه ونیول شي.