تورخم کې د پاکستاني ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښته؛ سرچینه؛ ۴ طالبان وژل شوي
د تورخم په جګړه کې څلور طالبان وژل شوي دي.
په دغه سیمه کې یوې سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط ازادي راډیو ته وویل، یاده نښته چې پاکستاني عسکرو پیل کړې وه، دوه ساعت یې دوام وکړ او څلور طالبان په کې ووژل شول.
سرچینه وايي، په دې نښته کې پاکستاني لوري ته هم تلفات اوښتي، خو دقیق شمېر یې وړاندې نه کړ.
د سرچینې په خبره، جګړه هغه مهال رامنځته شوه چې طالبانو د کرښې په صفري نقطه 'ځنګل' سیمه کې یو پوسته جوړوله چې پاکستاني عسکرو پرې ډزې کړي دي.
له بلېخوا بیا د سیمې نه د دې پېښې عیني شاهدانو ازادي راډیو ته وویل چې د تورخم دروازه نن غرمه مهال له ۱۲:۳۰ بجې راهیسې د هر راز د تګ راتګ پر مخ تړلې شوې ده.
د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت هم د دې جګړې پخلی کړی او ویلي چې دواړه خواوې د دې نښتې د عواملو په پیدا کېدو کار کوي.
د دې وزارت ویاند عبدالمتین قانع په خپل ایکس پاڼه لیکلي چې نښته د پاکستاني عسکرو لخوا پیل شوه او د دوی ځواکونو پر وړاندې ځوابي ډزې کړي دي.