Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Сентябрь
2023

پښتونخوا ملي عوامي ګوند د سرشمېرنې د نتيجو پر ضد احتجاجي تحريک اعلان کړی

0
پښتونخوا ملي عوامي ګوند د سرشمېرنې د نتيجو پر ضد احتجاجي تحريک اعلان کړی

پښتونخوا ملي عوامي ګوند اعلان کړی چې دوی به د سیپتمبر له اوومې په ټوله صوبه کې د سږنۍ سرشمېرنې د نتېجو پرضد احتجاجي تحریک پیلوي.

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د اطلاعاتو صوبايي سیکرټري کیبر افغان د سیپتمبر پر څلورمه په دې اړه مشال راډیو ته وویل چې لومړی د پښتون مېشتو سیمو لویه برخه ابادي د سرشمېرنې له عمله پاته شوې وه او بیا له ترسره شوې سرشمېرنې هم خلک اېستل شوي دي.

هغه وايي: "په مردم شماري کې د کوټې ابادي ۳۲ لاکه وه. دوی پکې شپږ لکه کمه کړې ده. په پښین کې ۱۳ لاکه راغلې وه، هغه دوی څلور لاکه او ۶۵ زره کمه کړه. قلعه عبدااله کې پنځه لاکه ۶۰ زره وه، دوی دوه لاکه کمه کړه. په ږوب کې پنځه لاکه ۹۷ زره سوه او دوی دوه لاکه ۴۷ زره کمه کړې ده. په مجموعي توګه د جنوبي پښتونخوا ابادي ۹۵ لاکه او ۹۵ زره وه او دوی ورڅخه ۳۰ لاکه کمه کړې ده."

کبیر افغان وویل چې په سرشمېرنه کې د کوټې په ګډون پر پښتنو سیمو د ابادۍ د زیاتېدو نړیوال اوسط ۲.۵ لا هم نه دی عملي شوی بلکې تر هغه کمه لیکل شوې ده. د هغه په وينا د دې برعکس، د بلوڅو په سیمو کې د ابادۍ زیاتېدو کچه د صوبې د مرکز کوټې پرتله هم زیاته ښودل شوې ده. "د بلوڅو یو وړوکی ښار دی واشک، هلته د ابادۍ زیاتېدو اوسط ۹.۵۱ دی، د اوران هغه ۶.۶۴ دی، د سوراب هغه ۵.۵۹ دی، د پنجګور هغه ۸.۳۶ دی. مطلب دا ټول ښارونه دوی د ابادۍ او خوشالۍ له پلوه دوی تر کوټې زیات ښودلي دي." 

کبیر افغان وویل، دوی د دې لپاره احتجاجي تحریک اعلان کړی دی چې د ده په وینا، خپل ولس په دې خبر کړي چې له دوی سره څومره ظلم شوی دی. په همدې حال کې د جمعیت علما اسلام مخکښ وايي چې دویپر سرشمېرنې خپلې نيوکې لا پخوا وړاندې کړې وې.

د دې ګوند يو ځايي‌مشر او پخواني سېنېټر حافظ حمدالله مشال راډیو ته وویل چې دوی په اړه په سېنېټ کې غږ پورته کړی دی. هغه زیاته کړه چې نه د وفاق لخوا له صوبې سره ظلم مني او نه هم پر دې چپ پاتې کیدای شي چې په صوبه کې دننه دې یو قام د بل حق وخوري. "که د پښتانه حق په بلوڅ خوري هم موږ یې خلاف یو او که د بلوڅ حق په پښتانه خوري هم موږ یې خلاف یو. هر چا ته باید د انصاف پر بنیاد حق ورکړل شي. دوی د پښتانه ابادي ولې کموي؟ د دې مطلب دا دی چې دوی په دې صوبه کې مېشت قامونه پښتون او بلوڅ سره جنګول غواړي."

د پاکستان د شماریاتو ادارې د ۲۰۲۳م کال د مارچ له لومړۍ نېټې څخه د اپرېل تر ۳۰مې پورې په ټول ملک کې په ډیجیټله توګه تر سره کړې وه. حکومت اعلان کړی وو چې د همدې شمېرو ترمخه به راتلونکې انتخابات کيږي. 

د عوامي نېشنل ګوند صوبايي مشر اصفر خان اڅکزي مشال راډیو ته وویل، وفاق له بلوچستان سره د صوبې په توګه زیاتی کړی دی او په دې کې پښتون او بلوڅ دواړه تاواني شوي دي. ده وویل، په کار ده چې بلوڅ او پښتون د داسې مسلو په اړه د ناندریو پر ځای په خپل منځ کې خبرې او سلا مشورې وکړي.

اڅکزي زیاته کړه: "که پښتون د بلوڅ حق خوري بده خبره ده او که بلوڅ د پښتانه حق خوري هم بده خبره ده. خو په دې کې د سیاسي ګوندونو او د مردم شمارۍ کوونکو کمزورۍ دي. دا تور پر بلوڅ پورې کول چې هغوی په چمن او بوري کې زموږ ابادي کمه کړې ده. باید موږ دا قام په داسې فرضي او خام خیالي له یو بل سره لاس او ګرېوان نه کړو."

کله چې د اګست د میاشتې په لومړيوو کې د پاکستان حکومت کابینې د ۲۰۲۳ کال د سرشمېرنې منظوري ورکړه نو د بلوچستان نيږدې ټولو ګوندونو يې پر ضد د مظاهرو اعلانونه وکړل. دوی ویل چې د بلوچستان ابادي کمه ښوول شوې ده. په دې سرشمېرنه کې د يادې صوبې ابادي څوارلس اعشاريه نهه اتيا ميليونه ياده شوې. دې شمېرو ځکه خلک حيران کړي چې د مې په مياشت کې د سرشمېرنې اومړيوو معلوماتو ترمخه، د بلوچستان ابادي ۲۱ ميليونه وه. 

د بلوچستان نېشنل ګوند مینګل ډلې مخکښ ثناالله بلوڅ مشال راډیو ته وویل، خبره د پښتون او بلوڅ نه ده بلکې د ده په وینا، له بلوچستان سره ظلم شوی او د ټولې صوبې ابادي کمه لیکل شوې ده.

هغه وویل: "بلکل داسې نه دي شوي چې د بلوڅ ابادي دې په ناسمه توګه تر پښتون زیاته لیکل شوې وي. هر څوک چې دا خبره کوي هغوی سنجیده نه دي او پر حقایقو ولاړه خبره نه کوي. موږ وایو چې د بلوچستان ابادي دې زیاته کړل شي او د پښتون او بلوڅ ضلعو ابادي دې په یوه معیار زیاته کړل شي."

په بلوچستان کې د ابادۍ او د وسایلو د وېش په اړه تل په ځانګړې توګه د ملتپالو ترمنځ اختلافات اوسېدلي دي.  خو د پاکستان د شماریاتو ادارې ویاند محمد سرور ګوندل د سیپتمبر پر پنځمه نېټه مشال راډیو ته وویل، دوی سرشمېرنه او کور شمېرنه د نسل او فرقې پر اساس نه ده کړې.

هغه زیاته کړه: "د شماریاتو اداره دې ته نه ګوري چې دا د پښتنو سیمه ده که د بلوڅو سیمه ده، دا د سنیانو سیمه ده او که د شعیه ګانو، زموږ کار یوازې د ابادۍ معلومول دي. بل تر اوسه موږ ته چا په رسمي توګه اعتراض نه دی کړی. سیاسي ګوندونه داسې خبرې د حلقه بندیو لپاره کوي او بیا چې دوی عدالت ته لاړ شي نو موږ هلته ورته ځواب وایو."

په پاکستان کې چې کله سرشمېرنه وشي نو د نتیجو منظوري یې د شریکو ګټو شورا ورکوي چې مشري یې وزیراعظم کوي او د ټولو صوبو اعلا وزیران پکې شامل وي. د شریکو ګټو شورا په یوه خوله د اګست پر شپږمه د ۲۰۲۳م کال د سرشمېرنې د نتیجو منظوري ورکړې وه.





Губернаторы России
Москва

Сергей Собянин принял решение о расширении мер поддержки промпредприятий





Москва

Lipatov Sound заявил о выходе нового трека “Red City”


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Собянин рассказал о Международном форуме инноваций БРИКС



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Анастасия Волочкова

Анастасия Волочкова рассказала в шоу Анфисы Чеховой на ТВ-3 о своём детстве




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

Охрана и безопасность. Как роботы и дроны работают на спортивных объектах?

«Молитесь, друзья»: сын олимпийского чемпиона Ивана Стретовича погиб во время родов в Новосибирске

Бонгонда: стадион и база «Спартака» — мои любимые места в Москве


Дарья Касаткина

Касаткина, Андреева и Кудерметова — в тройке лидеров в борьбе за звание лучшей теннисистки



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Москва

Строительство придорожного автоцентра возобновили вблизи деревни Дудкино



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России