د امریکا یو سوداګریز پلاوی افغانستان ته تللی
د امریکا لومړی سوداګریز پلاوی چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یې ملاتړ کوي په کابل کې د طالبانو له چارواکو او خصوصي سکتور له پانګهوالو سره وکتل.
د طالبانو حکومت ویلي چې د افغانستان او د امریکا د سوداګرۍ د ګډو خونو په هڅو د امریکا سوداګریز پلاوی افغانستان ته ورغلی دی.
د دې پلاوي مشري د امریکا او افغانستان د سوداګرۍ د ګډې خونې رییس جفري ګریګو کوي.
وروسته تر دې چې طالبانو د ۲۰۲۱م کال د اګست په پنځلسمه کابل ونیوه، دا لومړی ځل دی چې یو امریکایي پلاوی افغانستان ته ځي.