د اوکراین پارلمان 'رستم عمروف' د نوي دفاع وزیر په توګه تایید کړ
د اوکراین د پارلمان غړیو رستم عمروف د دې هېواد د نوي دفاع وزیر په توګه تایید کړ.
د اوکراین د پارلمان درې سوه اته دېرشو غړیو نن د دولتي املاکو د صندوق د پخواني مشر عمروف په پلوي رایه ورکړه.
عمروف د اولیکسي رزنیکوف پر ځای د اوکراین دفاع وزیر شو.
رزنیکوف د ۲۰۲۲م کال د فبروري له میاشتې راهیسې د اوکراین دفاع وزیر و.