جرمني کې د سوریې دوه وګړي په افراطي ډلو کې د غړیتوب په تور نیول شوي
په جرمني کې د سوریې دوه وګړي په افراطي ډلو کې د غړیتوب په شک نیول شوي دي.
څارنوالانو پرون پنجشنبه وویل، شک کېږي چې په دغو کسانو کې یوه یې لس کاله مخکې، په ۲۰۱۳م کال د سوریې په ختیځ کې په یوه خونړۍ حمله کې لاس درلود.
په هغه حمله کې څه باندې ۶۰ شیعه جنګیالي او ملکیان وژل شوي وو.
د جرمني د شخصي محرمیت د قانون له مخې، دغه مشکوک کسان یوازې په عمر اې A او باسل او O معرفي شوي او د لویې څارنوالۍ د دفتر په وینا تېره چهارشنبه نیول شوي دي.
دغه کسان د لوای جند الرحمن په نامه د یوې بهرنۍ تروریستي ډلې په غړیتوب تورن دي چې د څارنوالانو په وینا عمر اې دا ډله د ۲۰۱۳م کال په فبرورۍ میاشت کې ایجاد او رهبري کړې ده.
عمر اې په دې هم تورن دی، چې د خلکو په جبري کډې کولو سره یې جنګي جنایتونه کړي او په اسلامي دولت ډله یا داعش کې یې غړیتوب درلود.
دغه جنګي جنایتونه د ۲۰۱۳م کال د جون میاشتې اړوند هم دي چې د سوریې په دیرالزور کې شوي وو او د یوې حملې په نتیجه کې ۶۰ ځايي شیعه وګړي وژ شوي وو.
څارنوالان وايي هغه حمله، په ګډه د عمر اې په قومانده د لوای جند الرحمن او نورو افراطي ډلو لهخوا شوې وه.