رسنۍ: په چين کې د ګازو د لیک کېدو له کبله ۱۰ کسان مړه شوي
د چین محلي رسنۍ وايي، د دغه هېواد په شمال کې د ګازو د لیک کېدو په پېښه کې لږ تر لږه ۱۰ کسان مړه شوي دي.
دولتي رسنیو د چارواکو په وینا راپور ورکړی چې دغه پېښه پرون ماسپښین د چین د شمالي سیمې انر منګولیا په یوه شرکت کې شوې ده.
راپورونه وايي،ګڼ کسان د ګازو د لیک کېدو له کبله له لوړو ځایونو لاندې وغورځېدل.
اته کسان ځای پر ځای مړه شول، بل د ټپونو له کبله ساه ورکړه او د بل مړی وروسته وموندل شو.
د رسنیو راپورونه وايي، په دې باب چې دغه پېښه څنګه شوې، څېړنې پیل شوې دي.