د سالنګ لویه لاره به سر له ننه تر نامعلومې نېټې پورې بنده وي
![د سالنګ لویه لاره به سر له ننه تر نامعلومې نېټې پورې بنده وي](https://gdb.rferl.org/cbcaa441-e922-4ea6-8e3d-0b0a8ab92990_cx0_cy36_cw0_w800_h450.jpg)
د هېواد په شمال کې د سالنګ لویه لاره به له نن څخه تر نامعلومې نېټې پورې بنده وي.
د سالنګونو د ساتنې او څارنې ریاست چې طالبان یې اداره کوي د دې کار علت د دې لویې لارې په اوږدو کې د بیارغونې د چارو پیل ښودلی دی.
د دې ادارې رییس عبدالحلیم آغا پرون ازادي راډیو ته وویل، د سالنګ لویه لاره به د یکشنبې له ورځې څخه د ټولو مسافروړونکو او باروړونکو موټرو پرمخ بنده وي.
د سالنګونو د لویې لارې د بیارغونې چارې مخکې پیل شوې وې خو د طالبانو حکومت څو ورځې ویلي وو چې له نننۍ ورځې څخه وروسته به په تونل کې دننه د کانکرېټ اچولو چارې پیل شي.
له دې مخکې موټرو پر دې لویې لارې له دواړو خواوو څخه په نوبت سره تګ راتګ کاوه.