طالبانو په بامیان کې د یو شمېر لرغونو او عتیقه آثارو د نیولو ادعا کړې
د طالبانو د حکومت پوځي چارواکي په بامیان ولایت کې د یو شمېر لرغونو او عتیقه آثارو د نیولو خبر ورکوي.
باختر دولتي خبري آژانس چې طالبان یې اداره کوي راپور ورکوي چې دا آثار په بامیان کې دېره د ۲۰۹ قول اردو د ځواکونو له خوا کشف او ضبط شوي دي.
راپور زیاتوي چې په ضبط شویو آثارو کې دوه بُتان، دوه مومیايي جسدونه، یو د سروزرو تاج، یو کتاب چې په سروزرو لیکل شوی او نور توکي شامل دي.
طالبانو په دې وروستیو کې د افغانستان په نورو سیمو کې هم د قاچاقبرانو له منګولو د لرغونو آثارو د کشف او ضبط خبر ورکړی او دا په داسې حال کې ده چې دوی په خپله تېرځل واکمنۍ کې د بامیان د بودا د لویو مجسمو په ګډون له اسلام څخه د مخکې دورو ګڼ لرغوني آثار له مینځه یوړول.