یو میلیون افغان میندې او ماشومان د خوارځواکۍ د مخنیوي له خوړو محروم شوي
د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام وايي، په افغانستان کې یو میلیون میندې او ماشومانو له هغو خوړو بې برخې شوي چې د خوارځواکۍ د درملنې او مخنیوي لپاره ځانګړي شوي دي.
د دې ادارې د افغانستان څانګې نن په خپل ایکس شبکه کې د خپل یوه کلینیک د خوارځواکۍ د متخصصې بلقیسې څرګندونې خپرې کړي چې وايي، دغه خواړه د خوارځواکۍ د مخنیوي لپاره خورا مهم دي.
هغې ویلي: "هغه میندې چې راځي همدا وايي چې له دغو خوړو سره په کور کې د دوی ماشومان ښه کېږي. زما پیغام همدا دی چې باید مرستې بندې نه شي، لا یې د دې خلکو لپاره زیاتې کړي، ځکه دا خلک بېوسه دي، همدا یې د ژوند یوازنۍ لار ده."
وړاندې تر دې د خوړو د نړیوال پروګرام د افغانستان د برخې ویاند وحیدالله اماني ازادي راډیو ته ویلي، که مرستې ورسره ونه شي په ژمي به د لیرو پرتو سیمو خلک په ځانګړي ډول هغه کورنۍ چې کونډې یې مشري کوي له سختو ستونزو سره مخامخې شي.
د اماني په وینا، پنځلس ملیونه افغانان له سختې لوږې سره مخامخ دي، خو له لویه سره د ملګرو ملتونو په وینا نژدې نهه ویشت ملیونه افغانان بېړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري.