Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Сентябрь
2023

له ځان‌وژنې د مخنیوي نړیواله ورځ؛ په سرپل ولایت کې یو ۱۸ کلن هلک ځان وژلی

0
له ځان‌وژنې د مخنیوي نړیواله ورځ؛ په سرپل ولایت کې یو ۱۸ کلن هلک ځان وژلی

نن د سپټمبر لسمه له ځان‌وژنې د مخنیوي نړیواله ورځ ده.

په داسې حال کې چې نن له ځان‌وژنې د مخنيوي نړيوالې ورځ ده، په سرپل ولايت کې د طالبانو حکومت امنيې قوماندانۍ د يوه ١٨ کلن هلک د ځان وژنې خبر ورکړی دی.

د طالبانو حکومت د یادې قومندانۍ ویاند دین محمد نظري ازادي راډیو ته د دغه ځوان د جسد د تصویر په شریکولو وویل چې یاد ځوان د شنبې په ورځ ځان‌وژنه کړې ده.

ویل کېږي دغه ځوان احمد رشاد د سرپل ولايت د کوهستاناتو ولسوالۍ د پسني کلي اوسېدونکى دی چې د ځان په زندۍ کولو سره ځان وژنه کړې ده.

د طالبانو حکومت سيمه ييز چارواکي وايي چې د نوموړي د ځان‌وژنې انګېزه لا نه ده معلومه او په اړه يې څېړنې روانې دي.

د ازادي راډیو خبریاال هڅه وکړه چې د دغه ځوان د ځان‌وژنې د ملامل په اړه د نوموړي له کورنۍ سره خبرې وکړي، خو بریالی نه شو.

تر دې مخکې هم د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې یو شمېر ځوانو افغان کډوالو ځان‌وژنه کړې ده.

شاوخوا دوه اونۍ وړاندې د بلخ ولایت اوسېدونکې مریم سادات د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې د یوې ودانۍ له پنځم پوړ څخه ځان وغورځاوه او ځان‌وژنه یې وکړه.

نوموړې تېر کال له خپلې کورنۍ سره د امریکا د کډوالۍ کېس د بهیر د بشپړولو لپاره د پاکستان پلازمېنې اسلام اباد ته کډه شوې وه.

د مريم سادات مور پېکۍ عزيزي د نوموړې د ځان وژنې لامل داسې بيانوي: "د مريم جان سادات د مړينې لامل بې برخليکه ژوند او نا هيلي وه، هغې سټرس درلود، په کېس کې هېڅ پرمختګ نه و، د ويزې موده مو ختمه شوې وه، ځينې داسې ستونزې وې چې هغه يې نه شوای زغملای، دې ستونزو په هغې ډېر اغېز وکړ او ځان يې د بلاک له پنځم پوړ ښکته وغورځاوه او ځان‌وژنه يې وکړه."

د مريم سادات له ځان وژنې وړاندې د صایم او ذکريا بلوچ ذکي په نوم دوو نورو ځوانو افغان کډوالو د پاکستان په اسلام اباد کې ځان‌وژنه کړې وه.

صایم د يوې ودانۍ له شپږم پوړ څخه ځان غورځولی و او ذکريا بلوچ ذکي ځان زندۍ کړی و.

ارواپوه شرف الدین عظیمي وايي، د ځان‌وژنې ۹۰ سلنه لاملونه په خلکو کې رواني ستونزې دي.

هغه وویل: "ځان‌وژنه یو بحران دی. کله چې څوک له ستونزو سره مخ کېږي او له پخوا رواني ستونزي ولري، د ځان‌وژنې په اړه فکر کوي. یعنې کله چې څوک بې وزلۍ، محدودیت او تاوتریخوالي سره مخ وې او رواني ستونزه هم ولري، دا ټول یو ځای د یو بحران د رامنځته کېدو لامل ګرځي."

شاوخوا دوه اونۍ وړاندې ګارډین ورځپاڼې هم په افغانستان کې د ښځو په منځ کې د ځان‌وژنې د زیاتوالي خبر ورکړی و.

دې ورځپاڼې لیکلي چې له دولتي روغتونونو او کلینیکونو څخه د راټولو شویو احصائیو پر بنسټ، د ۲۰۲۱ کال له دوبي راهیسې د هرات او نیمروز په ګډون د افغانستان په یو پر درېیمې برخې ولایتونو کې د ښځو د ځان وژنې کچه لوړه شوې ده.

خو دې ورځپاڼې په دې اړه کومه مشخصه احصائیه نه ده وړاندې کړې او ویلي یې دي چې د طالبانو حکومت د افغانستان روغتیايي کارکوونکو ته د دې احصائیو د خپرولو اجازه نه ده ورکړې.

د ملګرو ملتونو سازمان د ښځو په چارو کې د افغانستان د څانګې مسوولې الیسون ډیویډیان ګارډین ته ویلي، داسې شرایط راغلي چې افغان نجونې او ښځې د ژوند پر ځای مرګ ته ترجیح ورکوي.

هغې زیاته کړه، افغانستان د رواني روغتیا له کړکېچ سره مخ دی چې د ښځو د حقونو په برخه کې د ستونزو د زیاتېدو له امله دا کړکېچ لا زیات شوی.

په افغانستان کې د بشري حقونو یو شمېر فعالانې په ځانګړې توګه د ښځو د حقونو فعالانې وايي چې په افغانستان کې د ښځو د ځان‌وژنې بېلابېل لاملونه دي.

د مدني ټولنې او د ښځو د حقونو فعالې اوږۍ امېل په دې اړه ازادي راډيو ته وویل: "اوسمهال همدا چې د ښځو په اساسي حقونو باندې په مسلسله توګه بندیزونه لګول کېږي او ترې اخیستل کېږي؛ لکه تحصیل، کار او لکه څنګه چې پخوا یې په ټولنیزو چارو کې ونډه درلوده او اوس ورځ تر بلې کړۍ پرې محدودېږي او تنګېږي، فکر کوم همدا یې لاملونو دي چې د دوی تر منځ رواني ستونزې پیدا کېږي او ځان وژنې زیاتې شوې دي."

د ښځو د حقونو یوه بله فعاله ماجبین احمدزۍ هم وايي، له زده کړو د نجونو محرومیت او پر ښځو د کار کولو بندیز هم د ښځو او نجونو په ځان‌وژنه کې رول لري.

نن د سپټمبر لسمه له ځان وژنې د مخنیوي نړیواله ورځ ده.

دا ورځ په ٢٠٠٣ کال کې، د ځان‌وژنې د مخنیوي د نړیوالې ټولنې لخوا د روغتیا نړیوال سازمان یا 'ډبلیو ایچ او' په همکارۍ، له ځان‌وژنې د مخنیوي نړیوالې ورځې په نوم ونومول شوه.

د دې ورځې د نمانځلو موخه، د ستونزوته پام اړول، د رواني ناروغیو په اړه د منفي چلند کمول 'ستیګما' او د ادارو، حکومتونو او خلکو ترمنځ د دې په اړه چې ځان‌وژنه د مخنیوي وړ ده، د پوهاوي لوړول دي.





Губернаторы России
Москва

Сергей Собянин: в ТиНАО создадут новые управы районов





Москва

Фестивальный праздник «Музыка моего города» в Улан-Удэ включил в программу спектакль Театра кукол «Ульгэр»: Россия и Культура, Праздник и Дети


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Собянин: Московскому метрополитену исполнилось 89 лет



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Игорь Бутман

Игорь Бутман раскрыл, куда исчезла певица Ирина Отиева




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

В Подмосковье сотрудники ОМОН «Русич» Росгвардии приняли участие в церемонии открытия соревнований по дзюдо среди детей и подростков

Семьи из Подмосковья поборются за выход в финал конкурса «Это у нас семейное»

В ЦСКА рассказали о тяжести травмы голкипера Владислава Торопа


Ига Свёнтек

Свёнтек высказалась об акции протеста экоактивистов, выбежавших на корты Рима



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Москва

Главврача подмосковной больницы задержали за взятку



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России