د بودیجې کموالی؛ اوچا: سل زره افغانانو محدودو روغتیايي خدمتونو او خوړو ته لاسرسی درلود
د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ اداره یا اوچا وایي، روان ۲۰۲۳ کال د بودیجې شدید کموالی سبب شوی چې سل زره افغانان لومړنیو روغتیایي خدمتونو او تغذیې ته محدود یا هم هېڅ لاسرسی ونه لري.
د دې ادارې د افغانستان څانګې پرون یکشنبې په خپله ټولینزه شبکه ایکس کې لیکلي چې د مالي سرچینو د وچېدو په نتیجه کې دغه راز په هغو ولایتونو کې چې لومړیتوب ورکړل شوی، له پنځو کلونو کمعمره ۳۶ زره او شپږسوه ماشومان د تغذیې د پیاوړي کېدو لپاره د خوراکي موادو له بستو پاتې شوې دي.
د اوچا په وینا، که د بودیجې کموالی دوام وکړي، د دې خطر شته چې ۱۷۳ ګرځنده روغتیایي او د تغذیې مرکزونه په افغانستان کې وتړل شي.