اوبو کموالی؛ د کندهار اوسېدونکي د څښاک اوبو لپاره اوږده مزلونه وهي
![اوبو کموالی؛ د کندهار اوسېدونکي د څښاک اوبو لپاره اوږده مزلونه وهي](https://gdb.rferl.org/03040000-0aff-0242-0a05-08da2e52689f_w800_h450.jpg)
د کندهار اوسېدونکې د اوبو د کمښت سره مخ دي او دا ستونزه ورځ تر بلې په پراخېدو ده.
د دغه ولایت اوسېدونکي اړ دي چې د اوبو راوړلو لپاره څو کیلومتره مزل وکړي او هلته د څښاک اوبو د ترلاسه کولو په خاطر ساعتونه ساعتونه د اوبو خیریه ذخیرو ته په نوبت ودرېږي.
بلخوا د کندهار د اوبو رسولو ریاست مسوولان وايي، د کندهار ښار د اتیا زره کورنیو څخه یوازې شاوخوا ۹ زره کورنیو ته اوبه رسولي دي.
نور جزییات د لاندې لېنک په کېکاږلو سره اورېدلی شئ: