د پاکستان وفاقي حکومت د ناقانونه افغانانو د اېستلو پرېکړه کړې ده
د سيند صوبې ګورنر کامران ټيسوري او د سیند صوبې د کورنیو چارو وزیر بریګیډیر حارث نواز د سېپتېمبر پر ۱۱ مه په کراچۍ کې خبريالانو ته وويل پاکستان کې هیچا ته په ناقانونه توګه د اوسېدو اجازه نشي ورکولې.