متقي پاکستان سره د ستونزو په ژر حل ټينګار وکړ
د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي له پاکستان سره د رامنځته شویو ستونزو په تړاو د دغه هېواد له شارژدافیر سره خبرې کړي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې ویلي چې ښاغلي متقي له عبیدالرحمن نظاماني سره د تورخم د دروازې پر ستونزو، په پاکستان کې د افغان مهاجرینو د نیونې او ځینو نورو ستونزو په اړه بحث کړی.
د بیان له مخې، دوی د دغو ستونزو په ژر حل ټینګار کړی دی.
تورخم شاوخوا لس ورځې تړلی و، چې له امله یې افغان او پاکستاني سوداګرو ته تر دوو میلیونو ډالرو تاوان رسیدلی.
اخوا په پاکستان په تېره بیا بندري ښار کراچۍ کې د افغانانو د نیولو لړۍ په چټکۍ روانه ده.
د راپورونو له مخې، لږ تر لږه پنځه سوه افغان کډوال په کراچۍ کې د پولیسو له خوا نیول شوي.