هند افغان ځوانانو ته زر بورسونه اعلان کړل
![هند افغان ځوانانو ته زر بورسونه اعلان کړل](https://gdb.rferl.org/04230000-0aff-0242-012d-08daa211fe1f_w800_h450.jpg)
هند د افغان ځوانانو لپاره د لوړو زده کړو ۱۰۰۰ بورسونه اعلان کړي.
په نوې ډهلي کې د افغانستان سفارت په یوه بیان کې تایید کړې چې د هند حکومت د انلاین پورتال له لارې د لسانس او ماسترۍ د کچې دا تحصیلي بورسیې د ۲۰۲۳ او ۲۰۲۴ تحصیلي کلونو په مخه افغان ځوانانو ته ورکوي.
د سفارت د بیان په اساس، د دغو بورسیو لپاره نوملیکونه د سپتمبر له ۱۶مې پيل او تر ۲۲مې دوام کوي.
که څه هم هند په انلاین توګه د دې بورسیو اعلان کړی، خو اخوا سلګونه هغه افغان ځوانان لا هم هند ته په تلو او د خپلو درسونو په پيلولو نه دي بریالي شوي چې د جمهوري نظام تر سقوط مخکې د هند بورسیو ته کامیاب شوي وو.