خوړو نړيوال سازمان: افغان اړمنو ته يو ميليارد ډالر په کار دي
د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) یو ځل بیا میلیونونو افغانانو ته د بشري مرستو پر اړتیا ټینګار کړی او ویلي یې دي چې دوی نه شي کولای دا هېواد یوازې پریږدي.
WFP پرون په X ټولنیزه شبکه کې لیکلي چې د سخت ژمي په درشل کې د میلیونونو افغان کورنیو د ژغورلو لپاره یو ملیارد ډالرو ته اړتیا لري.
د دغه سازمان په وینا ناامنیو، وچکالۍ او اقتصادي بحران افغانستان سخت زیانمن کړی دی.
تر دې مخکې د خوړو نړیوال سازمان اعلان کړی و چې د بودیجې د نشتوالي له امله یې په افغانستان کې له لسو میلیونو وګړو سره مرستې بندې کړي دي.
ملګري ملتونه وايي، په افغانستان کې دا مهال څه باندې ۲۹ میلیونه وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري.