د ناټو عمومي منشي: د روسیې جګړه به ژر ختمه نه شي
![د ناټو عمومي منشي: د روسیې جګړه به ژر ختمه نه شي](https://gdb.rferl.org/01000000-0aff-0242-42e6-08dbb07ec88c_w800_h450.jpg)
د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ وايي، د اوکراین پر وړاندې د روسیې جګړه به ژر پای ته ونه رسېږي.
سټولټنبرګ دا خبره د Funke Mediengruppe په نوم له یوې جرمن ورځپاڼې سره په مرکه کې کړې چې پرون خپره شوه.
هغه ټینګار وکړ، چې د ناټو ټول غړي هېوادونه په اوکراین کې د سمدستي سولې غوښتونکي دي، خو د ناټو د عمومي منشي په وینا که اوکراین جګړه ودروي، د یوه هېواد په توګه به نور موجود نه وي.
د سټولټبرګ په وینا،که روسیه خپلې وسلې کېږدي، سوله به تامین شي.
هغه په ناټو کې د اوکراین د شاملیدو د غوښتنې په اړه وویل چې په دې کې شک نشته چې اوکراین به بالاخره له ناټو سره یوځای شي.
روسیې د ۲۰۲۲ کال په فبرورۍ کې پر اوکراین یرغل پیل کړ چې لا هم دوام لري.
د روان کال د جون په لومړیو کې اوکراین د روسي ځواکونو پر ضد ځوابي برید وکړ او ادعا یې وکړه، چې په دې برخه کې یې پرمختګ کړی دی.