امریکا او چین پر بېلابېلو مسایلو د رغنده خبرو اعلان وکړ
![امریکا او چین پر بېلابېلو مسایلو د رغنده خبرو اعلان وکړ](https://gdb.rferl.org/01000000-0a00-0242-5521-08dba7a1f729_w800_h450.jpg)
واشنګټن او بیجینګ د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار جیک سلیوان او د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یی ترمنځ د لیدنې اعلان وکړ.
دا غونډه د سپټمبر په ۱۶ او ۱۷ په مالتا کې وشوه.
ویل شوي، چې دواړو لورو د بحثونو په ترڅ کې بنسټیزې او رغنده خبرې اترې کړې دي.
سپینه ماڼۍ وايي، په دغو خبرو کې د اوکراین پر ضد د روسیې پر جګړې هم خبرې وشوې.
دا غونډه د چين او امريکايي چارواکو ترمنځ د لوړې کچې خبرو اترو په لړ کې تر ټولو وروستۍ ده، چې کولای شي د روان کال په پای کې د امريکا د ولسمشر جوبايډن او د هغه د چینايي سیال شي جين پينګ د کتنې لپاره لاره هواره کړي.