ازادۍ جبهې بګرام کې پر طالبانو د برید او مرګ ژوبلې ادعا وکړه
د ازادۍ د جبهې په نوم د طالبانو مخالفه ډله ادعا کوي، چې د پروان ولایت په بګرام ولسوالۍ کې یې درې تنه طالبان وژلي او دوه تنه یې ټپیان کړي دي.
دې ډلې په یو بیان کې چې نن خپور شو ویلي چې دا حمله یې تېره شپه د بګرام په دوه لاره کې د طالبانو پر یوه مرکز کړی.
د طالبانو د حکومت چارواکو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي او خپلواکو سرچینو هم دا ادعا نه ده تایید کړې.