طالبانو د اوو نورو ولایتونو لپاره هم د دیني عالمانو شورا جوړه کړه
د طالبانو حکومت د اوو نورو ولایتونو لپاره هم د دیني عالمانو شورا جوړه کړه.
د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر اژانس د طالبانو د حکومت د ویاند ذبیحالله مجاهد په حواله راپور ورکړی چې د بامیان، دایکندي، نورستان، میدان وردګو، سرپل، غور او لغمان په ولایتونو کې د علماوو شوراګانې جوړې شوي.
مجاهد زیاتوي چې دغه شوراګانې د طالبانو د مشرتابه د حکم پر اساس جوړه شوې ده.
هغه زیاته کړې چې دغه شوراګانې به د مشورې واک ولري، خو په دې اړه يې نور جزیيات ورنه کړل چې د کومو معيارونو پر بنسټ د دغو شوراګانو غړي ټاکل شوي دي.
تر دې مخکې د طالبانو حکومت په کابل، هرات، کندهار، بلخ، ننګرهار، بدخشان او غزني کې د دا ډول شوراګانو د جوړولو اعلان کړی و.