ایلن مسک: ښایي ایکس شبکه پر ټولو کارونکو میاشتنی فیس وضع کړي
د ټولنیزې ایکس شبکې مالک ایلن مسک پرون دوشنبې وویل چې دغه انلاین شبکه ښایي پر ټولو کارونکو میاشتنی فیس وضع کړي.
هغه وویل دې ته اړتیا ده چې په دغه شبکه کې د انلاین ګڼې ګوڼې مخه ونیول شي.
د تکنالوژۍ دغه میلیاردر د تېر کال د اکټوبر له میاشتې راهیسې چې دغه شبکه چې پخوا ټویټر نومېده په ۴۴ میلیارد ډالرو پېرلې، یو زیات شمېر بدلونونه یې پهکې راوستي دي.
مسک د دې شبکې په زرګونه کارکوونکي له دندې لیرې کړي او د نورو بدلونونو ترڅنګ یې د امریکا د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اکونټ په ګډون چې پرې بندیز لګول شوی و، بېرته فعال کړي دي.
هغه په جولای میاشت کې ویلي وو چې دغې شبکې د اعلاناتو له درکه شاوخوا نیمایي عاید له لاسه ورکړی دی.