اسټن: اوکراین د روسي ځواکونو پر وړاندې ثابت پرمختګ کړی
د امریکا دفاع وزیر وایي، اوکراین په تېرو درېیو میاشتو کې د روسي ځواکونو پر وړاندې په یرغلیزو عملیاتو کې ثابت پرمختګ کړی.
لویډ اسټن دا څرکندونې نن د اوکراین او د متحدینو د دفاع وزیرانو د غونډې په درشل کې وکړې.
ټاکل شوې د جرمني په رامشټاین لویه پوځي اډه کې د پنځوسو هېوادونو پوځي او دفاعي مشران ګډون وکړي.
دا د رامشټاین د فارمت ۱۵ غونډه ده، خو د اوکراین نوی دفاع وزیر لومړی ځل ګډون په کې کوي.
رستم عمروف چې د ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي د نویو بدلونونو په ترڅ کې د دفاع وزیر په توګه ټاکل شوی، ویلي چې د اوکراین د اتلس میاشتنۍ جګړې د نویو لوریو په لټه کې دی.