بایډن: د اوکراین په ټوټه کېدو سره به د نړۍ هېڅ هېواد خوندي نه وي
تمه ده چې د امریکا ولسمشر جوبایډن به د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلې ته په وینا کې خبرداری ورکړي چې که د اوکراین ټوټې کېدو ته اجازه ورکړل شي، معنا به یې دا وي چې د نړۍ هېڅ هېواد خوندي نه دی.
بایډن به په خپله نننۍ وینا کې چې ځینې برخې یې له مخکې خپرې شوي ووايي چې روسیه په دې باور ده چې نړۍ به بلاخره ستړې شي او د اوکراین د لاندې کولو اجازه به ورکړي، خو پرته له دې چې له عواقبو سره یې مخامخ شي.
د هغه د وینا متن زیاتوي چې نړیوال باید د دې بربنډ اشغال پر وړاندې ودرېږي څو دا خبره یقیني شي چې د سبا ورځې د احتمالي یرغلګرو مخه نیول کېږي.