په اسلام اباد کې د طالبانو د سفارت پر یوه ساتونکي برید شوی
![په اسلام اباد کې د طالبانو د سفارت پر یوه ساتونکي برید شوی](https://gdb.rferl.org/20ac6ffe-84de-421b-b87f-22f47c2f6ba9_w800_h450.jpg)
په اسلام اباد کې د افغانستان د سفارت، چې د طالبانو په ولکه کې دی، د یوه ساتونکي د ټپي کېدو خبر ورکړل شوی دی.
د پاکستان ځینو خبریالانو لیکلي، دوی ته سرچینو ویلي چې یوه وسلهوال کس د تفنګچې په ذریعه د سفارت پر ساتونکي حمله کړې او بیا له هغه ځایه تښتېدلی دی.
ویل شوي، په سفارت کې د طالبانو کارکوونکو دغه موضوع د پاکستان د بهرنیو چارو وزات سره هم شریکه کړې ده.
په وروستیو ورځو کې ګڼ کسان په اسلام اباد کې دغه سفارت ته د قونسلي خدماتو ترلاسه کولو لپاره ورځي.
ویل شوي چې ټپي له لومړنۍ درملنې وروسته له روغتونه رخصت کړای شوی دی.
طالبان زیات وخت دغسې پېښې له رسنیو پټوي.