د سوریې ولسمشر بشارالاسد چین ته ځي
![د سوریې ولسمشر بشارالاسد چین ته ځي](https://gdb.rferl.org/67FB84D5-F10E-46C2-8937-74BD66ACD8DB_cx0_cy1_cw0_w800_h450.jpg)
د سوریې د ولسمشرۍ دفتر وايي، ټاکل شوې د سوریې ولسمشر بشارالاسد له راروانې پنجشنبې چین ته سفر وکړي.
دا له کله چې څه باندې ۱۲ کاله مخکې په سوریه کې کورنۍ جګړه پیل شوې، لومړی وار دی چې د دغه هېواد یو ولسمشر چین ته په سفر ځي.
چین درېیم غیرعرب هېواد دی چې بشارالاسد ورته د سوریې تر کورنۍ جګړې وروسته سفر کوي.
د سوریې په کورنۍ جګړه کې تر اوسه څه باندې ۵۰۰زره کسان وژل شوي، په میلیونونو له خپلو مېنو کډه شوي او د دغه هېواد اساسي بنسټونو ته سخت زیان اوښتی دی.
د سوریې د ولسمشرۍ دفتر په یوه اعلامیه کې ویلي، د چین د ولسمشر شي جین پینګ په رسمي بلنه اسد او د هغه مېرمن له پنج شنبې چین ته خپل سفر پیلوي.
اعلامیه وايي، له اسد سره به یو سیاسي او اقتصادي هیئت ملګری وي او دوی به په پلازمېنه پېکېنګ او هانګژو کې ځینې رسمي کتنې وکړي.
د سوریې دولت پلوه ورځپاڼې الوطن ویلي ولسمشر اسد به راروانه شنبه د سپټمبر پر ۲۳مه، د چین په هانګژو کې د اسیايي مسابقو د پرانیستې په مراسمو کې ګډون وکړي.