ترکیې له افغانستان سره د ۲۱ ټنه طبي او غیرطبي وسایلو مرسته وکړه
![ترکیې له افغانستان سره د ۲۱ ټنه طبي او غیرطبي وسایلو مرسته وکړه](https://gdb.rferl.org/01000000-0aff-0242-a2bb-08dbb935035a_cx3_cy18_cw89_w800_h450.jpg)
د ترکیې لهخوا افغانستان ته د ۲۱ ټنه طبي او غیرطبي وسایلو د مرستو د رسېدو خبر ورکړل شوی دی.
باختر اژانس چې د طالبانو په کنټرول کې دی، پرون سې شنبه ویلي، دغه مرسته د طالبانو روغتیا وزارت ته وسپارل شوه.
ویل شوي په دغو مرستو کې د عملیاتخونو سترېل ماشینونه، د راډیوګرافۍ کېټونه، د اکسرې ماشینونه، د اکسیجن وسایل او نور بېلابېل طبي توکي شامل دي.
بلخوا، د روغتیا نړیوال سازمان ویلي، دوی په پام کې لري په افغانستان کې ۱۴ میلیونه وګړو ته، چې ۷نیم میلیونه یې ماشومان او څه باندې درې میلیونه یې ښځې دي، روغتیايي خدمات وړاندې کړي.