جرمني: اذربایجان دې په ناګورنو قرهباغ کې پوځي اقدامات سمدستي پای ته ورسوي
![جرمني: اذربایجان دې په ناګورنو قرهباغ کې پوځي اقدامات سمدستي پای ته ورسوي](https://gdb.rferl.org/01000000-0aff-0242-9986-08dbb917535d_w800_h450.jpg)
د جرمني د بهرنیو چارو وزیرې انالینا بایربوک له اذربایجان څخه غوښتنه کړې چې په لانجمنه سیمه ناګورنو قرهباغ کې پوځي اقدامات سمدلاسه پای ته ورسوي.
د جرمني خبري اژانس د راپور له مخې، مېرمن بایربوک پرون په نیویارک کې د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ په څنډه کې وویل، اذربایجان باید د توغندیو له توغولو لاس واخلي او د مذاکرو مېز ته ستون شي.
د راپور له مخې د جرمني د بهرنیو چارو وزیرې په ناګورنو قرهباغ کې د ملکیانو خوندیتوب مهم بللی او ویلي یې دي دا هلته د دېره روسي سرتېرو وظیفه هم ده.
اذربایجان د سې شنبې پر سهار د ناګورنو قرهباغ سیمې د نیولو لپاره پراخ پوځي عملیات پیل کړل.
دا په اذربایجان کې دننه پرته سیمه ده، خو ډېری اوسېدونکي یې په خټه ارمنیان دي.
له لسیزو راهیسې دغه سیمه د پخواني شوروي اتحاد د جمهوریتونو اذربایجان او ارمنستان ترمنځ د شخړې او رقابت اصلي دلیل بلل شوی دی.
د روسیې سرحدي سرتېري هلته د هغه اوربند د څار لپاره ګمارل شوي، چې په ۲۰۲۰م کال کې ورباندې موافقه شوې ده.