د ملګرو ملتونو عمومي غونډه؛ د افغان ښځو ستونزو ته د جدي پاملرنې غوښتنه وشوه
د ملګرو ملتونو په عمومي اسمبلۍ کې د افغان ښځو او نجونو ستونزو ته د جدي پاملرنې غوښتنه وشوه.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ښځو څانګه وايي، که څه هم د ملګرو ملتونو په ۷۸مه عمومي اسمبلۍ کې افغانستان شامله موضوع ده، خو ګڼې افغان ښځې هلته حضور نه لري.
دغې ادارې ویلي، د نورو بنسټونو په مرسته یې په افغانستان کې له څه باندې ۵۰۰ افغان مېرمنو سره خبرې کړي او هغوی غوښتنه لري، چې نړۍ یې د ژوند په کړاوونو ځان وپوهوي.
د دې راپور جزییات د لاندې لېنک په کېکاږلو اورېدلی شئ: