هاګ نړيواله محکمه: د معلوماتي ټکنالوژۍ په سيستم کې مو غیر عادي فعاليتونه لیدل شوي
د هاګ یا د جرمونو نړیوالې محکمې پرون (سې شنبې) وویل، د معلوماتي ټکنالوژۍ په سیستم کې یې غیرعادي فعالیتونه لیدل شوي او اوس د دې سایبري برید پر شنډولو کار کوي.
دې محکمې، چې د نورو قضیو ترڅنګ په اوکراین کې د جنګي جرمونو په اړه هم څېړنې کوي، د دې سایبري پېښې د جزییاتو له بیانولو ډډه وکړه.
د جرمونو نړیواله محکمه تېر کال هم دې ته له ورته پېښې سره مخامخ شوې وه او د هالنډ حکومت تېر کال ویلي و چې د یوه روسي جاسوس مخه یې نیولې چې ځان یې برازیلی روزونکی ښوده او غوښتل یې چې محکمې ته ننوځي.