Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Сентябрь
2023

یوناما د طالبانو له‌خوا د بشري حقونو د سرغړونو تر ۱۶۰۰ زیاتې قضیې ثبت کړي

0
یوناما د طالبانو له‌خوا د بشري حقونو د سرغړونو تر ۱۶۰۰ زیاتې قضیې ثبت کړي

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ یا یوناما ویلي چې په افغانستان کې د واکمنو چارواکو له‌خوا د کسانو د نیولو او توقیف پر مهال یې د بشري حقونو د سرغړونې تر ۱۶ سوه زیاتې قضیې ثبت کړي دي.

خو دې راپور ته د طالبانو حکومت تر اوسه کوم غبرګون نه دی ښودلی.

یوناما خپل دا تازه راپور 'له بندیانو سره د چلند په اړه' د چهارشنبې په ورځ خپور کړ چې په کې ویل شوي، د بشري حقونو د سرغړونې دا موارد یې د ۲۰۲۲ کال د جنورۍ میاشتې له لومړۍ نېټې څخه د ۲۰۲۳ کال د جولای میاشتې تر ۳۱مې نېټې پورې د افغانستان په ۲۹ ولایتونو کې ثبت کړي دي.

د یوناما د راپور له مخې، د دغو سرغړونو نږدې پنځوس سلنه د شکنجې، ظالمانه، غیر انساني او ناوړه چلند سره تړاو لري چې د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت او د استخباراتو عمومي ریاست پورې اړوند توقیف ځایونو کې د نیولو او توقیف پر مهال په پراخه کچه ترسره شوي دي.

په راپور کې راغلي چې د اعترافونو یا اطلاعاتو د اخیستلو لپاره بندیانو ته برقي شوکونه ورکړل شوي، ساه اخیستل یې پرې بند کړي، فشارونه یې پرې راوړي او ګواښلي یې دي، په اجباري ډول یې پرې اوبه څښلي او نورې شکنجې چې په راپور کې یادونه شوې.

دغه شان ویل شوي چې دوی ته محاکمو ته د ضمانتونو سپارلو او د وکیل نیولو اسناتیاوې هم نه دي برابرې شوي.

راپور وايي، که څه هم د حاکمو چارواکو له‌خوا د بندیانو د بشري حقونو د ښه ملاتړ او دوی سره د امنیتي پرسونل د چلند په اړه دستورونه ورکړل شوي، خو د راپور په ټکو دا موارد نه دي مستند شوي.

په دې راپور کې د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنر ولکر ترک په حواله راغلي: "د وهلو ټکولو، برښنايي شاکونو، د اوبو شکنجې، د ا فرادو او د هغوی د کورنیو پر وړاندې د ګواښونو ترڅنګ د ډېرو نورو ظالمانه او ناوړه چلند راپورونه ځوروونکي دي. شکنجه په هر حالت کې منع شوې ده."

یوناما د افغانستان له واکمنو چارواکو څخه غوښتي چې په زندانونو کې د شکنجې د درولو او د بندیانو د حقونو د خوندیتوب لپاره بیړني او ګړندي ګامونه پورته کړي.

د ازادي راډیو خبریال د یوناما د راپور په اړه د طالبانو د حکومت له ویاند ذبیح‌الله مجاهد سره اړیکه ونیوله، خو هغه د پوښتنې ځواب ورنه کړ، خو مخکې دوی دا ډول تورونه رد کړي دي.

د بشري حقونو یو فعال عظیم عظیمي بیا چې د طالبانو په زندان کې یې ۷ میاشتې تېرې کړي، له ازادي راډیو سره په خبرو کې ادعا کوي چې د طالبانو په زندانونو کې خلک په بې رحمانه ډول شکنجه کېږي.

هغه وویل: "د شکنجې، وهلو او ړټلو په زور له خلکو څخه اقرار اخلي څو هغه جرم په ځان قبول کړي، کوم چې طالبان غواړي. د طالبانو په زندانو کې ډېر سخت وحشت روان دی. کله چې زه بندي ومه یو ډله ځوانان د خوست څخه راوړل شوي و او ډېر زیات شکنجه شوي وو. برق په ذریعې، په زوره به یې په خوله کې پیپ کېښوده او د هغوی خېټه به یې له اوبو څخه ډکوله، په کېبل به یې وهل. ډېرې مختلفې شکنجې به وې چې بلاخره بندي به مجبورېده چې جرم په ځان قبول کړي."

تازه بیا د خود جوشه ښځو غورځنګ ادا کوي چې د سه شنبې په ورځ د دې خوځښت یوه غړې ندا پرواني، خاوند او یو څلور کلن ماشوم یې د طالبانو له‌خوا له کور څخه نیول شوي او تر اوسه د دوی په اړه هېڅ معلومات نه شته.

د دې خوځښت غړې ژولیا پارسي ازادي راډيو ته وویل: "تر اوسه معلوم نه دی چې دا یې د اعتراض له امله نیولې یا د خبریالۍ له امله. زموږ د خوځښت غوښتنه د ملګرو ملتونو څخه دا ده چې تر کله به طالبان موږ ځپي او نړۍ او ملګرو ملتونو سازمان به غلي وي. د معترضو ښځو په ځپلو به دوی هیڅکله بریالي نه شي چې زموږ غږ غلی کړي."

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد په دې اړه د ازادي راډیو د پوښتنې په ځواب کې وویل چې په دې اړه معلومات کوي، خو د راپور تر خپرېدو پورې په دې اړه له ازادي راډیو سره کوم معلومات نه دي شریک کړي.

د یادونې ده چې یوناما په خپل تازه خپور شوي راپور کې په طالبانو دا غږ هم کړی چې د جنايي جرمونو په پلټنه کې د مرستې لپاره یو قوي قانوني چوکاټ جوړ کړي ترڅو د سرغړونو او دوامداره غیرقانوني نیولو مخه ونیول شي.





Губернаторы России
Москва

Сергей Собянин. Неделя мэра





Москва

В Москве произошла драка с участием 15 человек, двое в больнице


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Сергей Собянин. Неделя мэра



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Сергей Шнуров

Бизнесвумен Матильда Шнурова снялась без одежды в США




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

Олимпийский чемпион Роман Костомаров поздравил победителей номинации «Экскурсия без границ» программы «Лига Экскурсоводов»

Бонгонда: стадион и база «Спартака» — мои любимые места в Москве

Клиенты СберСтрахования стали в 1,5 раза чаще приобретать страховки для бегунов


ATP

Сумасшедший матч «Реала», Медведев опустился в рейтинге ATP. Главное к утру



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Москва

Эксперт Президентской академии в Санкт-Петербурге о качественном росте отечественного автомобилестроения



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России