پښتونخوا ملي عوامي ګوند د پاکستان پر حکومت غږ کړی چې د افغانانو د نیولو لړۍ ودروي
د سېپتېمبر پر ۱۹مه په کراچۍ پريس کلب کې خبري غونډې ته د وینا پر مهال دپښتونخوا ملي عوامي ګوند د سيند صوبی مشر سليم خان ترين او نورو مشرانو وويل چې پوليس دافغان کډوالو سره دخیبر پښتونخوا او بلوچستان پښتانه هم نيسي او زورزیاتی ورسره کوي.