ګوټېرېش: په اوکراین کې د روسیې جګړه 'جیوپولیټیکي لانجې او اختلافونه' ډېروي
![ګوټېرېش: په اوکراین کې د روسیې جګړه 'جیوپولیټیکي لانجې او اختلافونه' ډېروي](https://gdb.rferl.org/b80ebc75-28c5-4092-bfc0-d55f8bd7a2e5_w800_h450.jpg)
د ملګرو ملتونو عمومي منشي انټونیو ګوټېرېش وایي، په اوکراین کې د روسیې جګړه 'جیوپولیټیکي لانجې او اختلافونه' ډېروي.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې ګوټېرېش پرون د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته ویلي چې د روسیې جګړه دغه راز د سیمې ثبات ګواښي او اټومي خطر زیاتوي.
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا دغه غونډه د دغه سازمان له عمومي اسامبلې سره همهاله جوړه شوې وه.
روسیې د ۲۰۲۲ کال د فبروري په ۲۴مه پر اوکراین یرغل کړی چې لا هم دوام لري او د پای ته رسېدو کوم څرک یې نه ښکاري.
بل لورته د اوکراین ولسمشر ولودمیر زیلینسکي د روسیې د ویټو د حق په وړاندې د ملګرو ملتونو په کمزورتیا خواشیني څرګنده کړې او د امنیت شورا د پراخېدو غوښتنه یې کړې.