جرمني کې په مرموز ډول د افغان خبریال محمد داوود سیاووش مړینه؛ نی یې په اړه د هر اړخیزو څېړنو غوښتنه وکړه
د افغانستان د تېر پرځېدلي پارلمان مخکیني غړي بکتاش سیاووش خبر ورکړی چې پلار یې محمد داوود سیاووش په جرمني کې په مرموز ډول وژل شوی دی.
بکتاش سیاووش په خپله فېسبوکپاڼه پرون په دې اړه یو بیان خپور کړی.
سیاووش ویلي چې پلار یې درې ورځې تري تم وو او تر هغه وروسته یې مړی پولیسو د دوی کورنۍ ته ورسپارلی دی.
محمد داوود سیاووش د افغانستان یو پېژندل شوی لیکوال او خبریال و.
د هغه زوی یما سیاووش چې د تلوېزیون ویاند او خبریال و هم نږدې درې کاله مخکې په کابل کې په یوه هدفي بمي چاودنه کې وژل شوی وو.
د سیاووش کورنۍ له هغه راهیسې د یما سیاووش د وژنې د عاملانو د محاکمې لپاره هڅې کولې.
نی یا د افغانستان د ازادو رسنیو ملاتړې ادارې د محمد داوود سیاووش پر مړینې خواشیني ښودلې او د جرمني له حکومته یې په دې اړه د هر اړخیزو څېړنو غوښتنه کړې ده.