Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Сентябрь
2023

پر سپین بولدک اوښتونکي ځينې افغانان: پاکستاني پولیس مو ډبوي او پیسې اخلي

0
پر سپین بولدک اوښتونکي ځينې افغانان: پاکستاني پولیس مو ډبوي او پیسې اخلي

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سپین بولدک-چمن په لار یو شمېر اوښتونکي افغان مسافر ادعا کوي چې د پاکستاني پوله ساتو له خوا وهل کېږي او پیسې ترې اخیستل کېږي.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سپین بولدک-چمن له دروازې راپورونه خپاره شوي چې هلته پاکستاني پولیس هغه افغانان چې غواړي پاکستان ته د خپلو اړتیاوو او ستونزو د حل په هدف لاړ شي، وهي او پیسې ترې اخلي.

په ټولنیزو رسنیو فېسبوک او ایکس شبکو کې خپرو شویو ویډیو ګانو کې چې ازادي راډیو یې کره‌والي نه‌شي تاییدولی په سپین بولدک کې یو افغان کډوال ادعا کوي چې پاکستاني پولیسو وهلی او یوه سترګه یې ورته له منځه وړې ده.

په خپره شوې ویډیو کې د یاد کس ښي سترګه پوچه شوې ښکاري او پرمخ او کالیو یې وینې ښکاري.

په یوه بله خپره شوي ویډیو کې هم چې ازادي راډيو یې کره‌والي نه شي تاییدولي یو سپین‌ږیری مشر چې خوله یې وینې شوې ادعا کوي چې پاکستاني پوله ساتو سخت وهلی دی.

په همدې حال کې د سپین بولدک-چمن تر منځ د ځایي کاروباریانو مشر منډولي له ازادي راډیو سره په خبرو کې پر پوله د اوښتونکو هغه افغانانو چې قانوني اسناد نه لري وضعیت بد بولي او وايي چې پاکستاني پوله ساتي له افغانانو سره غیر انساني چلند کوي.

هغه وویل: "کوم افغانان چې اوړي له دوی سره ډېر سخت چلند روان دی. له یوې خوا په کراچۍ، لاهور او پېښور کې یې ونیسي سخت تاوتریخوالی ورسره وکړي، له بلې خوا بیا په دروازه کې چې تاسو یې ویډوګانې وینئ د چا یې سترګې ویستلي دي، د چا سرونه ورمات کړي دي، پیسې هم ترې اخلي او وهي یې هم، بې عزته کوي یې. نه هاغاړه څوک شته او نه هم دې غاړه چې ددوی پوښتنه وکړي."

له دې سره خواکې هغه افغان کډوال چې شاوخوا څلور میاشتې د پاکستان په کراچي ښار کې پاکستاني پولیسو زندان ته اچولی و او په ضمانت بېرته خوشې کړی، وايي، افغانان په زندانونو له ډېر بد وضعیت سره مخ دي.

سراج د پنجشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل: "موږ درې کسه وو چې کله یې ونیولو زما دوه ملګري یې ډېر کلک ووهل، زه یې هم ووهلم، خو دې لپاره چې زما اوږه ژوبله زیات وهل یې رانه کړه. دا حال هر ورځ روان و. موږ به له سهار نه تر ماښامه پورې په دو پښو ناست وو، یوازې د لمونځ او ډوډۍ لپاره یې وخت راکولو هغه هم ډېر کم. زه د پېسو په ضمانت باندې ازاد شوی یم چې تر نن پورې لګیا یم د همدغه ضمانت پیسې ورکوم."

د پاکستان د بېلابېلو ښارونو په زندانونو ښايي د سراج په څېر ډېر افغان کډوال وي چې یا زندانیان دي او هم له زندان نه په ضمانت خوشې شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو کې د پاکستان او په افغانستان کې د طالبانو د حکومت ترمنځ په یو بل د تورونو لګول زیات شوي دي.

پاکستان ادعا کوي چې په دې هېواد کې د ناامنۍ په پېښو کې پاکستاني طالبان لاس لري او دغه ډله په افغانستان کې خوندي پټنځای لري.

خو د طالبانو حکومت دا ادعا رد کړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو کې د پاکستان په سند ایالت کې د افغان کډوالو د نیولو لړۍ تېزه شوې ده.

په سند ایالت کې د بشري حقونو فعاله او د افغان کډوالو مدافعه وکیله منیزه کاکړ وايي، پاکستاني پولیس لا هم د افغانان کډوالو د نیونو لړۍ روانه ساتلې.

هغې وویل: "د سپمټمر له ۹مې نه چې په کراچۍ کې د افغان کډوالو په وړاندې کوم کریکډون شروع شوی دی تر دا مهاله شاوخوا ۷۰۰ افغان کډوال نیول شوي دي، په دې ماشومان او مېرمنې هم شته. له دې وړاندې چې کوم افغان کډوال نیول شوي وو، د هغوي لپاره په عدالت کې قضیې پرانیستل شوي دي."

د ازادي راډیو خبریال هڅه وکړه چې په پاکستان کې د افغان کډوالو د تازه وضعیت په اړه په افغانستان کې د طالبانو د حکومت له ویاند ذبیح‌الله مجاهد او په اسلام اباد کې د طالبانو د حکومت د سفارت له استازو سره خبرې وکړي، خو دوی د دغه راپور تر خپرېدو اړیکې ځواب نه کړې.

طالبانو له دې وړاندې تل له پاکستان نه په دې برخه کې د مسوولانه چلند غوښتنه کړې وه.

کله چې د ۲۰۲۱ کال د اګست په نیمایي کې طالبان د بیا ځلي لپاره په افغانستان کې واک ته ورسېدل ګڼ شمېر افغانانو کډوالۍ ته مخه کړه چې له ډلې یې یوازې پاکستان ته شاوخوا شپږ لکه افغانان کډوال شول.





Губернаторы России
Москва

Собянин: Московскому метрополитену исполнилось 89 лет





Москва

Эвелина Блёданс: Солнечная сказка для солнечных детей


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Сергей Собянин: в ТиНАО создадут новые управы районов



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Антонина Арталевская

Патриотическую акцию «Синий платочек» провели в Нижнем Новгороде в день прибытия «Поезда Победы»




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

В Подмосковье сотрудники ОМОН «Русич» Росгвардии приняли участие в церемонии открытия соревнований по дзюдо среди детей и подростков

Стартовал финальный этап всероссийского футбольного турнира «Будущее зависит от тебя»

Семьи из Подмосковья поборются за выход в финал конкурса «Это у нас семейное»


WTA

Азаренко вышла в четвертьфинал турнира WTA-1000 в Риме



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Game News

Badlands Champions 1.5.141



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России