Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Сентябрь
2023

د افغانستان او افغان مېرمنو وضعیت؛ د امریکا ځانګړو استازو یې په اړه بېلابېلې ناستې کړي

0
د افغانستان او افغان مېرمنو وضعیت؛ د امریکا ځانګړو استازو یې په اړه بېلابېلې ناستې کړي

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړو استازو ټوماس وېسټ او رینا امیري د یو شمېر افغان مېرمنو په ګډون د ځینو هېوادونو د بهرنیو چارو له وزیرانو او د اسلامي همکاریو سازمان له استازي سره د افغان مېرمنو د حقونو او د افغانستان د وضعیت په اړه بېلابېلې ناستې کړي دي.

د افغان مېرمنو د حقونو د ملاتړ په اړتیا او په افغانستان کې د بشري مرستو د وضعیت په اړه د افغانستان لپاره د امریکا د ځانګړو استازو ټوماس وېسټ او رینا امیري لیدنې کتنې شوي.

ټوماس وېسټ نن جمعه په خپل ایکس شبکې په څو بېلابېلو بیانونو کې لیکلي، ده او رینا امیري په نیویارک کې یې د ملګرو ملتونو د ۷۸مې ناستې په څنډه یې له یو شمېر افغان فعالو مېرمنو مخامخ واورېدل چې طالبان د ښځو له بنسټیزو حقونو په ځانګړي ډول، د دوی د زده کړو او کار، ازاد تګ راتګ، د خپل نظر د څرګندونو او په ټولنه کې د مساوي حقونو څخه منکر دي.

هغه څه طالبانو تل رد کړي او ویلي، دوی د اسلامي شریعت په چوکاټ کې ښځو ته د دوی حقونه ورکړي دي.

وېست ویلي، دغه شان د پاکستان، ناروې او د جاپان د بهرنیو چارو د وزیرانو، د ژغورنې د نړیوالې کمېټې له رییس او د اسلامي همکاریو د سازمان له استازي سره یې هم خبرې وکړې.

نوموړي ویلي چې په دې لیدنو کې د ګډو امنیتي ګټو، د افغان ښځو او نجونو د ملاتړ په اړتیاوو او په افغانستان کې د بشري مرستو د وضعیت په اړه خبرې وشوې.

وېست زیاته کړې چې د اسلامي هېوادونو د همکاریو د سازمان له استازي سره په لیدنه کې د اعتدال، زغم، زده کړو او کار ته د ښځو او نجونو د لاسرسي په برخه کې د اسلامي همکاریو د سازمان د هڅو ستاینه وشوه.

د یادونې ده چې د اسلامي همکاریو سازمان یو پلاوي په دې ورستیو کې افغانستان ته سفر کړی و او د ښځو د زده کړو او کار په اړه یې له بېلابېلو طالب چارواکو سره لیدلي وو او خبرې یې کړې وې.

خو یو شمېر طالب چارواکو ورته ویلي چې په دې برخه کې باید دوی له صبر او حوصلې کار واخلي.

د ښځو د حقونو یو شمېر افغانې فعالانې وايي تر هغه وخته چې پر طالبانو عملي فشارونه او بندیزونه زیات نه شي، تشې لیدنې کتنې پایله نه ورکوي.

د ښځو د حقونو فعاله کریمه رحیمي وايي: "په تېرو دوه نیمو کلونو کې دغه ډول ناستې زموږ په درد ونه خوړل شوې، برعکس زموږ په وړاندې محدودیتونه لاپسې زیات شول. تر هغه وخته چې دوی عملي فشارونه زیات نه کړي او له خپلو صلاحیتونو استفاده ونه کړي، د دوی دغه ډول د پردې تر شاه او د پردې تر مخه ناستې د افغان مېرمنو د حقونو په برخه کې هېڅ په درد نه خوري او نه هم مثبته پایله ورکوي. "

د ښځو د حقونو یوه بلې فعالې هم چې ویې نه غوښتل نوم یې په راپور کې خپور شي ازادي راډيو ته وویل: "په تېرو دوو کلونو کې په نړیواله کچه د افغان ښځو د حقونو په برخه کې ډېرې غونډې او ناستې وشوې، خو دا چې عملي بڼه یې نه درلوده پایله یې هم نه وه، لا هم ورځ تر بلې په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې د ژوند ساحه تنګېږي. زما له نظره یوه غونډه دې وشي، خو چې پایله ورکړي او له امله یې د افغان ښځو حقونه خوندي شي."

دا په داسې حال کې ده، چې ټاکل شوې نن جمعه د سپټمبر په ۲۲ مه د ملګرو ملتونو د ۷۸مې عمومي غونډې په څنډه کې د افغان مېرمنو او نجونو د وضعیت د ارزولو لپاره یوه غونډه جوړه شي.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمې استازولۍ سرپرست نصیر احمد فایق په خپل ایکس شبکه لیکلي چې په دې غونډه کې به د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بېنیټ او د بشري حقونو یو شمېر افغان او امریکايي فعالان او ملاتړي هم برخه ولري.

دوه ورځې وړاندې هم د نړۍ د دولسو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په یوه ګډه اعلامیه کې د طالبانو له‌خوا په افغانستان کې د نجونو او ښځو پر وړاندې د سیستماتیک تبعیض په مخنیوي ټینګار وشو.

دغه اعلامیه کې په افغانستان کې د جنسیت پر بنسټ، د طالبانو له‌خوا د ځورونو د بنسټیز کېدو په اړه اندېښنه ښودل شوې وه او ویل شوي وو چې له کله چې طالبان بیا واک ته رسېدلي، د یو لړ فرمانونو له لارې یې په ورو، خو په بنسټیز ډول نجونې او ښځې په نښه کړي او دوی یې له عامه ژوند ګوښه کړې دي.

په اعلامیه کې طالبان د ښځو پر وړاندې په سیستماتیک تبعیض تورن شوي او زیاتوي، له عامه ژونده د ښځو د ویستو په اړه د طالبانو کړنې په ټوله نړۍ کې بې‌ساري دي او کېدای شي د جنسیتي ځورونې او د بشریت پر وړاندې جرم وي.

طالبانو واک ته له رسېدو وروسته، نجونې له شپږم ټولګیو پورته له زده کړو راګرځولي او د تېر کال په وروستیو کې يې نجونې له لوړو زده کړو هم منع کړې.

د طالبانو حکومت دغه شان په ډیریو دولتي او ټولو نادولتي کورنیو او بهرنیو موسسو کې د ښځو پر کار بندیز لګولی او پارکونو تفریحي ځایونو، ښځینه حمامونو او ورزشي لوبغالو ته هم دوی له تګ راګرځولي دي.

د طالبانو دې کړنو په کور دننه او بهر غبرګونونه راپارولي، خو دوی په خپلو پرطکړو کې کوم بدلون نه دی راوستی.





Губернаторы России
Москва

Собянин рассказал о Международном форуме инноваций БРИКС





Москва

V Общероссийская конференция «Устойчивое развитие этнокультурного сектора» представит калейдоскоп успешных практик в сфере социального проектирования


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Сергей Собянин. Главное за день



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Юрий Лоза

«Считают каждую копейку»: Юрий Лоза рассказал о трудностях Максима Галкина* и Аллы Пугачевой в Израиле




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

Бонгонда: стадион и база «Спартака» — мои любимые места в Москве

Сотрудница ОМОН "Оплот" приняла участие в костромском забеге «Галичское Заозерье»

Олимпийский чемпион Роман Костомаров поздравил победителей номинации «Экскурсия без границ» программы «Лига Экскурсоводов»


ATP

Немец Зверев выбил россиянина Медведева из топ-4 ATP



Новости Крыма на Sevpoisk.ru




Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России