د چين اسيايي سيالۍ؛ دوه افغان لوبډلې ګډون پکې کوي
د اسیا د المپیک په لوبو کې سږکال د افغان لوبغاړو دوې ډلې برخه اخلي، یوه هغه یوه چې له افغانستانه چین ته تللې او بله هغه یوه چې له نورو هیوادو چین ته روانه شوې.
د طالبانو د المپیک د ملي کمیټې د وياند اتل مشواڼي په وینا، یوسل او دېرش نارینه لوبغاړي پرون له کابله هانګژوی ته په الوتکه کې ولاړل.
بل لور ته د افغانستان د مخلوع جمهوري نظام د المپیک کمیټې مشر حفیظ الله ولي رحیمي اسوشیتد پریس اژانس ته ویلي دي، چې د اوولسو ښځینه لوبغاړو یوه ډله به د افغانستان له درې رنګه بیرغ سره په اسیایي لوبو کې ګډون وکړي.
دا لوبغاړي له افغانستانه بهر ژوند کوي.
ټاکل شوې ده، چې د اسیا المپیک لوبې نن د چین په هانګژوی ښار کې پیل شي.