د چین اسیايي سیالۍ؛ د ووشو لوبغاړي خالد هوتک خپل هندي سیال ته ماتې ورکړه
د افغانستان د ووشو لوبغاړي خالد هوتک د چین د اسیايي سیالیو په منځلوبه یا کوارټرفاینل کې وکړای شول چې خپل هندي سیال سورج یادو ته ماتې ورکړي.
دغه سیالي چې څو شېبې وړاندې ترسره شوه، هوتک په لومړي پړاو کې خپل هندی سیال ناک اوټ کړ او نیمه پایلوبې ته یې لار پیدا کړه.
نوموړی چې په ۷۰ کیلو ګرام وزن کې سیالۍ کوي، نیمه پایلوبه به یې سبا چهارشنبه د چینايي یا هم ازبکستاني سیال پر وړاندې وي.
دغه راز تېره ورځ د ووشو لوبې بل لوبغاړي نصرت الله حبیبي هم د خپل تایلنډي سیال په ماتولو سره نیمه پایلوبې ته لار موندلې وه.