یونېسف: له ارزګان پرته په ټول افغانستان کې د پولیو د واکسین کمپاین دوام کوي
د ماشومانو د ملاتړ لپاره د ملګرو ملتونو مرستندوی صندوق یا یونېسف ویلي، په دغه کمپاین کې به چې له تېرې دوشنبې پیل شوی، څه باندې ۱۱ میلیونه ماشومان د دې ناروغۍ په وړاندې واکسین شي.
په دې تازه کمپاین کې ماشومانو ته ویټامیناې هم ورکول کېږي.
روان میلادي کال په افغانستان کې د ګوزڼ ۵ مثبتې پېښې شوي چې ټولې په ننګرهار ولایت کې دي.
