Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Сентябрь
2023

اوتنبایووا طالبانو ته: له داخلي مشروعیت پرته نړیوال مشروعیت نه شي ترلاسه کېدای

0
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې وايي، تر هغو چې طالبان داخلي مشروعیت وانخلي، نړیوال مشروعیت نه شي اخیستلی.


د ملګرو ملتونو امنیت شورا غونډې ته چې تېره شپه تر ناوخته روانه وه، د افغانستان پر وضعیت ګڼو کسانو خبرې وکړې.


دوی د افغان ښځو او نجونو وضعیت ناوړه وباله او ویې ویل چې په افغانستان کې روان بشري بحران د نړیوالو پاملرنې ته اړتیا لري.


د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې او د ملګرو ملتونو د سیاسي دفتر یا یوناما مشرې روزا اوتنبایووا د غونډې په پیل کې پر افغان ښځو او نجونو د محدودیتونو زیاتېدو تر څنګ په افغانستان کې د بې‌وزلۍ پر پراخېدو خبرې وکړې.


د یوناما مشرې په خپلو خبرو کې وویل چې د طالبانو حکومت که غواړي نړیوال مشروعیت ترلاسه کړي، لومړی باید داخلي مشروعیت واخلي.


هغې زیاته کړه: "که څه هم اوسني حاکمان ټینګار کوي چې د دوی ادارې ټولشموله دي، خو داسې ښکاري چې د دوی د مشروعیت او خلکو ترمنځ فاصله په زیاتېدو ده. د حقونو، حساب ورکولو، استازولۍ او د عدالت د لاسرسي په باب بې‌باوري د داخلي مشروعیت پر وړاندې مهم خنډ دی. له داخلي مشروعیت پرته نړیوال مشروعیت نه شي ترلاسه کېدای."


د یوناما مشرې د طالبانو له اوسني حکومت سره چې د نړۍ یوه هېواد هم په رسمیت نه دی پېژندلی د تعامل پر ایجاد ټینګار وکړ، خو ویې ویل دا تعامل به د طالبانو حکومت د رسمیت پېژندلو په معنی نه وي.




روزا اوتنبایووا زیاته کړه، دوی د اوسنیو چارواکو او محلي جوامعو ترمنځ د ګڼو سلا مشورو شاهدان دي چې دغه مشورې موقتي دي او د ځینو بنسټونو له لارې شوې دي.


د هغې په وینا، په وروستیو کې د افغانستان په ټولو ولایتونو کې د دیني عالمانو شوراګانې جوړې شوي چې دیني عالمان او قومي مشران په کې برخه لري.


غونډې ته په وینا کې د ملګرو ملتونو د ښځو برخې اجرائیه مشرې سیما سامي بحوث وویل په افغانستان کې ښځې غوښتنه لري چې ږغونه یې واورېدل شي.


هغې وویل: "په افغانستان کې ښځې غوښتنه لري چې نړیواله ټولنه دوی ته زمینه برابره کړي څو له اوسنیو حاکمانو سره په مستقیم ډول خبرې وکړي. او نړیوال لوبغاړي دې په خپل هیئت کې د ښځو له حضور پرته له طالبانو سره ونه ګوري او نړیول دې د بدلون لپاره له خپل ټول ځواک او واک نه کار واخلي چې په هغه کې د سفرونو له مستثنی کولو پرته بندیزونه او د دوی د حکومت په رسمیت، نه پېژندل شامل وي."




طالبانو څه باندې دوه کاله مخکې پر افغانستان د ولکې له بیا ټینګولو وروسته نجونو ته تر شپږم ټولګي پورته د نور تعلیم اجازه نه ده ورکړې او د تېر کال په ډسمبر میاشت کې یې د ښځو او نجونو د پوهنتون زده کړې هم منع اعلان کړې.


ښځې لا هم اجازه نه لري چې په غیردولتي ادارو او د ملګرو ملتونو په بنسټونو کې کار وکړي او په وروستي مورد کې یې د ښځو سینګارځایونه هم وتړل.


طالبانو د امنیت شورا د تېرې شپې پر غونډه کوم عکس العمل نه دی ښودلی، خو مخکې یې هم خپل حکومت ټولشموله بللی او هم یې ټینګار کړی، چې د شریعت په چوکاټ کې د ښځو او نجونو حقونو ته درناوی کوي.






Губернаторы России





Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media


103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости




Спорт в России и мире



Новости Крыма на Sevpoisk.ru




Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России