Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Сентябрь
2023

یور ایشیا ریویو: افغان مېرمنې له سختو کړاوونو، شکنجې او تاوتریخوالي سره مخ دي

0
یور ایشیا ریویو:


یور ایشیا ریویو خپرونې په یوه لیکنه کې د افغان ښځو وضعیت ته پام اړولی او لیکي، د ۲۰۲۱ کال د اګست له میاشتې راهیسې چې طالبان بیا پر افغانستان واکمن شوي، د دې هېواد د ښځینه وګړو چې د نفوس نږدې نیمه برخه جوړوي، له سختو کړاوونو، شکنجې او تاوتریخوالي سره مخ دي.


د خپرونې په لیکنه، د ښځو فردي ازادي او انتخابونه، د دوی موجودیت یا د ژوند کولو حق د طالبانو په لاس کې دی.


یور ایشیا ریویو خپرونه وړاندې د ښځو پر وړاندې د طالبانو د تاوتریخوالي د څو بېلګو یادونه کوي او لیکي، د تاوتریخوالي دغه پېښې چې د فشار له چاپېریال سره تړلي، په افغانستان کې یې د ښځو موجودیت له خطر سره مخ کړی دی.


خپرونې پر نجونو او ښځو د زده کړو او کارپه برخو کې د طالبانو له خوا لګول شویو محدودیتونو ته اشاره کړې او لیکي، د افغانستان پر ښځینه نفوس له لګول شویو محدودیتونو د روغتیا سکتور هم خوندي نه دی پاتې شوی او زیاتوي د روغتیایي خدمتونو په برخه کې یې یو تبعیضي سیستم رامنځته کړی دی.


یور ایشیا ریویو د بېلګې په توګه د طالبانو د روغتیا وزارت د ۲۰۲۳ کال د جولای د میاشتې هغه اعلان ته اشاره کړې چې د روغتیا په برخه کې یې د تخصصي زده کړو د ترلاسه کولو لپاره په ازموینو کې یوازې نارینه‌وو ته د ګډون اجازه ورکړې ده.


یور ایشیا ریویو د دې لیکنې په پای کې داسې نتیجه اخلي چې د افغان ښځو وضعیت خراب او هغه چاپېریال چې دوی په کې ژوند کوي، ډېر ستونزمن دی او زیاتوي د دې هم هېڅ هیله نه‌شي کېدای چې په نږدې راتلونکي کې به د دوی وضعیت ښه شي.


د خپرونې په لیکنه په حقیقت کې، د طالبانو له‌خوا د ښځو او نجونو په ورځني ژوند کې سختو محدودیتونو ته په پام په راتلونکو کلونو کې په هر ګام او هره مرحله کې به د دوی د ژوند شرایط لا پسې خراب شي.


ډیلي بیسټ:


ډیلي بیسټ خپرونه لیکي، طالبانو د هغه امنیتي پلان طرحه ترلاسه کړې چې د امریکا متحدو ایالتونو پرې څو کاله کار کړی و چې پر اساس یې کېدای شي په افغانستان کې د څارونکو کمرو یو نوی سیستم رامنځته شي.


خو د خپرونې په لیکنه یو شمېر کارپوهانو اندېښنه څرګنده کړې چې کېدای شي له دغه سیستم څخه د ناوړه هدفونو لپاره کار واخیستل شي.


ډیلي بیسټ وړاندې لیکي، دغه پلان ظاهراً د امریکا متحده ایالاتو په ۲۰۲۱ کال کې له افغانستان څخه تر وتلو مخکې د پخواني حکومت لپاره جوړ کړی و.


د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع رویټرز ته ویلي چې د طالبانو حکومت اوس په پام کې لري چې له دغه پلان څخه د تروریزم د ګواښونو د له منځه وړلو لپاره د یوې پروژې د اساس په توګه کار واخلي.


هغه ویلي چې په اوس وخت کې د کابل پر یوې امنیتي نقشې چې د امنیتي کارپوهانو له خوا چمتو شوې، کارپیل شوی، خو بشپړېدل به یې ډېر وخت ونیسي.


د قانع په وینا دوی اوس دوه نقشې لري، یوه د امریکا له خوا مخکیني حکومت ته جوړه شوې او بله د ترکیې نقشه ده.


د ډیلي بیسټ په لیکنه، د ملي امنیت دغه پلان لا دمخه د بشري حقونو د فعالانو په منځ کې اندېښنې راپورته کړي او دوی وېره لري چې طالبان کولی شي له دغه سیستم څخه د ترهګرو د نښه کولو پرځای د کورنیو منتقدینو د تعقیب لپاره کار واخلي.






Губернаторы России





Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media


103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости




Спорт в России и мире



Новости Крыма на Sevpoisk.ru




Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России