د ناګورنو قرهباغ د تېلو یوه ټانک کې د چاودنې له کبله ۶۸ کسان وژل شوي
د دغې جلا غوښتونکې سیمې استازي ګیګام سټیفانیان ازادي راډیو ته د ۶۸ کسانو مړینه تایید کړه او ویې ویل چې تراوسه یوازې د ۲۱ قربانیانو هویت معلوم شوی دی.
تر دې مخکې رسنیو د ارمنستان د روغتیا د وزیر په حواله راپور ورکړی و چې د وژل شویو کسانو شمېر یې ۱۲۵ تنه ښودلی و.
چارواکو وویل، دغه چاودنه د دوشنبې په ورځ د سټیپاناکیرت ښارپه یوه څنډه کې د تېلو په یوه ټانک کې هغه مهال رامنځته شوه چې ارمنستان ته تلونکي کسان د تېلو د اخیستو لپاره په لیکو کې ولاړ و.
تراوسه د دغې چاودنې علت څرګند نه دی.
اذربایجاني ځواکونو تېره اوونۍ په ناګورنو قرهباغ سیمه کې چې نړیوال یې د اذربایجان د خاورې یوه برخه بولي، د چټکو عملیاتو په ترڅ کې سیمهییز ځواکونه وځپل او د سیمې بشپړ کنټرول یې ترلاسه کړ.
