Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Сентябрь
2023

د ناګورنو قره‌باغ له سیمې په ډله‌ییزه توګه د خلکو د وتلو بهیر دوام لري

0
د ناګورنو قره‌باغ له لانجمنې سیمې په ډله‌ییزه توګه د خلکو د وتلو بهیر دوام لري او د ارمنستان چارواکو ویلي چې له سیمې د هغو جبري بې ځایه شویو کسانو شمېر چې ځانونه یې د ارمنستان تر خاورې رسولي، لسګونو زره تنو ته رسېږي.


د ارمنستان حکومت نن اعلان وکړ چې له ناګورنو قره باغ سیمې له ۴۷ زره زیات کسان د ارمنستان خاورې ته ننوتي دي.


له سیمې په ډله‌ییزه توګه د خلکو د وتلو لړۍ وروسته له هغې تېزه شوې چې اذربایجاني ځواکونو تېره اوونۍ په دې لانجمنه جلاغوښتونکې سیمه کې چې نړیوال یې د اذربایجان د خاورې یوه برخه بولي، د چټکو عملیاتو په ترڅ کې سیمه‌ییز ځواکونه وځپل او د سیمې بشپړ کنټرول یې ترلاسه کړ.


په ایریوان کې د صدراعظم نیکول پاشینیان ویاندې نازیلي بغداساریان نن رسنیو ته وویل چې تر نن سهاره پورې ټول ټال ۴۷ زره ۱۱۵ کسان چې په زوره په ناګورنو قره باغ سیمه کې له خپلو کورونو کډه کېدو ته مجبوره شوي، د ارمنستان خاورې ته داخل شوي دي.


هغې زیاته کړه چې د دغو بې ځایه شویو شاوخوا ۲۸ زره یې رسماً ثبت شوي دي.


اذربایجان په سیمه کې د چټکو پوځي عملیاتو د پای ته رسېدو او او د یوه اوربند له ټینګېدو څلور ورځې وروسته د سپټمبر په ۲۴مه ارمنستان ته غځېدلې یوازېنۍ لویه لاره د هغو خلکو پرمخ پرانیسته چې هڅه کوي له سیمې ووځي.


باکو نن وویل چې په دغو چټکو پوځي عملیاتو کې چې د سپټمبر له نولسمې تر شلمې پورې یې په سیمه کې ترسره کړل د دوی لوري، د پوځي پرسونل ۱۹۲ غړي او یو ملکي وګړی وژل شوي دي.


د اذربایجان د روغتیا وزارت نن په یوه اعلامیه کې وویل چې د دغو عملیاتو په نتیجه کې نور۵۱۱ سرتېري ټپیان شوي دي.


په عین حال کې د دغې جلا غوښتونکې سیمې استازي ګیګام سټیفانیان نن ازادي راډیو ته تایید کړه چې د تیلو په یوه ټانک کې د وړمې ورځې په چاودنه کې د ۶۸ کسانو مړینه تایید شوې ده.


تردې مخکې رسنیو د ارمنستان د روغتیا د وزیر په حواله د وژل شویو کسانو شمېر یې ۱۲۵ تنه ښودلی و.


دغه چاودنه د دوشنبې په ورځ د سټیپاناکیرت ښارپه یوه څنډه کې د تېلو په یوه ټانک کې هغه مهال رامنځته شوه چې ارمنستان ته تلونکي کسان د تېلو د اخیستو لپاره په لیکو کې ولاړ وو.


د ناګورنو قره باغ د سیمې د وضعیت په اړه د نړیوالو غبرګونو په ترڅ کې د جرمني د بهرنیو چارو وزیرې انالینا بایربوک له اذربایجانه وغوښتل چې نړیوالو څارونکو ته دې اجازه ورکړي چې لاندې کړې سیمې ته لاړ شي.


پر سیمې د بشپړ کنټرول د ټینګولو لپاره د اذربایجاني ځواکونو د عملیاتو په نتیجه کې د دې سیمې په زرګونه ارمن ټبره اوسېدونکي خپلو کورونو پرېښودو ته مجبوره شوې دي.


بایربوک دغه راز وویل چې پرېکړه یې کړې چې د خپل هېواد بشري مرستې یوځل بیا زیاتوي اود سره صلیب نړیوالې کمېټې ته به د دوو میلیونو ایرو پرځای پنځه ملیونه ایرو اضافي مرسته ورکړي.


په عین حال کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن د اذربایجان له ولسمشرالهام علییف سره د چهارشنبې په ورځ په ټیلفوني خبرو کې غوښتنه وکړه چې باید په ناګورنو قره باغ سیمه کې د ولسي خلکو امنیت خوندي کړي.






Губернаторы России





Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media


103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости




Спорт в России и мире



Новости Крыма на Sevpoisk.ru




Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России