افغان کرکټ لوبغاړی نوینالحق له یو ورځنیو سیالیو تقاعد اخلي
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې چټک توپ اچونکي نوینالحق په خپلو ټولنیزو پاڼو لیکلي چې تر راتلونکي نړیوال جام وروسته به له پنځوس اوریزو سیالیو لاس په سر شي.
نوین زیاته کړې، په شل اوریزو سیالیو کې به افغانستان استازولۍ ته دوام ورکوي.
نوموړي ویلي: "د ویاړ ځای دی چې د افغانستان استازولي مې کړې ده. تر دې نړیوال جام وروسته به له یو ورځنیو سیالیو تقاعد اخلم، خو په شل اوریزو سیالیو کې لوبېږم. دا زما لپاره اسانه پرېکړه نه وه، خو غواړم د اوږدې مودې لپاره کرکټ وکړم."
۲۴کلن نوین الحق تر دې دمه په ۷ نړیوالو یو ورځنیو کې لوبې کړي دي چې ټولټال یې ۱۴ لوبغاړي سوځولي دي.
هغه د ۲۰۲۲م شل اوریز نړیوال جام تر پیل وړاندې هم له یو ورځنیو سیالیو دمه اخیستې وه چې تر هغې وروسته په هېڅ ډول یو ورځنیو نړیوالو سیالیو کې ونه لوبېد او نېغ په نېغه نړیوال جام ته راوستل شو.
نوینالحق له ازادي راډيو سره په یوه مرکه کې ویلي وو چې د زنګانه په برخه کې د ټپونو له امله ډېر وخت له نړیوال کرکټ لرې و.
د نوموړي په خبره چې د انګلستان په ویټلایټي بلاسټ سیالیو کې ژوبل شو او بیا یې په خپلې درملنې پیل وکړ.
دا په داسې حال کې ده چې د سپټمبر میاشتې په ۲۹مه نېټه افغانستان د راتلونکي نړیوال جام د تمریناتي سیالیو لړۍ له سویلي افریقا سره پيلوي.
باید وویل شي چې د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د چټکې توپ اچونې برخه له ډېره وخته کمرنګه برېښي او له همدې امله نوینالحق دې نړیوال جام ته غوره شوی و، وبه لیدل شي چې په راتلونکي کې د افغانستان کرکټ بورډ اداره دا تشه په کوم لوبغاړي ډکوي.