د افغانستان د خبریالانو مرکز: طالبانو په دایکندي کې د 'نسیم راډیو' تړلې
د افغانستان د خبریالانو مرکز ویلي چې د طالبانو استخباراتو په دایکندي کې د نسیم راډیو تړلې او خبریالان یې هم د لنډ وخت لپاره بندیان کړي وو.
دغه مرکز نن په یوه بیان کې ویلي چې طالبانو که څه هم د نسیم راډیو مدیر سلطان علي جوادي او خبریالان سیف الله رضايي او مجتبی قاسمي تر پنځو ساعتونو وروسته خوشې کړل، خو راډیو لا هم تړلې پاتې ده.
د راپورونو له مخې طالبانو د دې راډیو مسوولانو ته ویلي چې تر بل امر پورې راډيو نه شي پرانیستلی.
د افغانستان د خبریالانو مرکز په دایکندي کې ددې سیمهییزې راډیو تړل د رسنیو د فعالیت پر وړاندې یو بل فشار بللی او دا عمل یې غندلی دی.
طالبانو لا د دې راډیو د تړلو په اړه څه تبصره نه ده کړې.
مخکې هم طالبانو په ځینو ولایتونو له هغې ډلې بدخشان کې یوه راډیو تړلې وه.