ارمنستان ته د ناګورنو قرهباغ له سیمې د کډه شویو کسانو شمېر ۶۵زره ته رسېدلی
تر نن سهار د ناګورنو قرهباغ له سیمې څه باندې ۶۵زره کسانو کډه کړې او ارمنستان ته تللي دي.
دا خبره د ارمنستان د صدراعظم نیکول پاشینیان ویاندې نازیلي باغداسریان نن کړې ده.
له سیمې نه د خلکو د جبري کډې لامل د اذربایجاني ځواکونو د بریدونو دوام دی.
له ناګورنو قرهباغ څخه چې اکثریت اوسېدونکي یې ارمن ټبره دي، د کډوال شویو کسانو دغه نوې شمېرې دا څرګندوي چې د دې لانجمنې سیمې نیمایي نفوس بېځایه شوی دی.
ایریوان له ملګرو ملتونو غوښتي چې سیمي ته یوڅارونکی ماموریت واستوي ترڅو د بشري حقونو او امنیتي وضعیت له نژدې وڅېړي.