اروپايي ټولنه له افغانستان سره د ۴۰ میلیونه یورو مرسته کوي
اروپايي ټولنه په افغانستان کې د ګوزڼ ضد واکسین د کمپاین د تطبیق او د ماشومانو د ملاتړ لپاره ۴۰ میلیونه یورو مالي مرسته کوي. د ماشومانو د ملاتړ لپاره د ملګرو ملتونو مرستندوی صندوق یا یونېسیف نن په یوه اعلامیه کې د اروپايي ټولنې د دغو مرستو خبر ورکړ. په اعلامیه کې ویل شوي، چې په افغانستان کې د اقتصادی وضعیت له خرابېدو سره په دغه هېواد کې ماشومان له تاوتریخوالي او نورو ګواښونو سره مخامخ دي. په اعلامیه کې ویل شوي، چې زیات ماشومان او ځوانان داسې احساسوي، چې اړ دي کار وکړي او ځینې یې له افغانستانه بهر خطرناکو سفرونو ته زړه ښه کوي.