Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
Pa.azadiradio.com
Июль
2022

Новости за 06.07.2022

يوناما په کابل کې د بهرنیو هېوادونو د ډيپلوماتيکو استازوليو د فعالیت هرکلى وکړ

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت وایي، د ملګرو ملتونو د مرستندویه ماموریت یوناما نوي مرستیال او سرپرست مارکوس پوټزل د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر امیرخان متقي سره په کتنه کې ویلي، چې په افغانستان کې د بهرنیو هېوادونو د ډیپلوماتیکو استازولیو د فعالیت هرکلی کوي او غواړي چې نور هېوادونه هم په دې هېواد کې سفارتونه پرانېزي. د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند حافظ احمد ضیا په یوه ټویټ کې ویلي، چې ښاغلي پوټزل په دې کتنه کې چې نن یې ترسره کړه، متقي ته د خپل ماموریت په اړه معلومات ورکړل او د ښه ماموریت... Читать дальше...

لسګونه لوبغاړو د بدن ښکلا او فیټنس ​​​​​​​ملي لوبډلې غړیتوب ترلاسه کړ

Pa.azadiradio.com 

له سلو ډېرو لوبغاړو د بدن ښکلا او فیټنس ملي لوبډلې غړیتوب ترلاسه کړ. د افغانستان د بدني روزنې او ورزش ادارې پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي دي، چې د بدن ښکلا او فیټنس د غوراوي سیالۍ چې د چنګاښ په ۱۱مه نېټه پیل شوې وې، نن پای ته ورسېدې. په دې سیالیو کې د ولایتونو ۱۸۰ او د کابل ۱۹۳ لوبغاړو برخه اخیستې وه. د دې ادارې د معلوماتو پر بنسټ د دې لوبغاړو له ډلې ۱۱۰ لوبغاړي د ښکلا او فیټنس ملي لوبډلې ته غوره شول.

هند له ويسټ انډیز سره سیالیو لپاره خپله لوبډله اعلان کړه

Pa.azadiradio.com 

هند له ويسټ انډیز سره سیالیو لپاره خپله لوبډله اعلان کړه. د هند کرکټ بورډ نن د خپلې لوبډلې ۱۶ کسیز نوملړ خپور کړ چې لوبډلمشري یې شېکر ډهون کوي. له ویسټ انديز سره په لوبو کې د هند تجربه لرونکي لوبغاړي روهېت شرما، وېراټ کوهلي، محمد شامي او ځینې نور نه شته او تر ډېره ځوان لوبغاړي په لوبډله کې اخیستل شوي دي. د هند کرکټ بورډ ویلي، چې غواړي ځینې تجربه لرونکي لوبغاړي یې د څه مودې لپاره استراحت وکړي. د هند او ویسټ انډیز ترمنځ لوبې چې د ويسټ انډيز په کوربه توب کېږي، د جولای په ۲۲مه به پیل او د اګست مياشتې تر ۷مې دوام وکړي. Читать дальше...



په مرموزه توګه د ډاکتر انورالحق جبارخېل وژنه؛ طالبان: د پېښې څرنګوالی څېړو

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو حکومت د کابل امنیه قومانداني وايي، ډاکتر انوارالحق جبارخېل دوه ورځې مخکې په کابل کې د نا معلومه‌ وسله‌والو له‌خوا وژل شوی و. دوه ورځې مخکې د کابل په بګرامیو ولسوالۍ کې د یوه افغان ډاکتر انوارالحق جبارخېل جسد د هغه په موټر وموندل شو. د کورنۍ یو غړي یې، د نوم نوم نه‌ښودو په شرط ازادي راډیو ته وویل، وژونکو یې هڅه کړې وه چې سر یې پرې کړي، خو سره له دې چې د مرۍ او څټ لوري پرې چړې کش شوې وې، سر یې له بدنه نه‌و جلا شوی. دغه کس زیاتوي، ډاکتر جبارخېل په سینه دوه مرمۍ هم ویشتل شوی و. د طالبانو... Читать дальше...

د مهاجرت نړيوال سازمان: د افغانستان زلزله ځپلو ته مو ډېرې مرستې رسولي

Pa.azadiradio.com 

د مهاجرت نړیوال سازمان، IOM وایي چې په پکتیکا او خوست ولایتونو کې یې زلزله ځپلو ته ډیرې مرستې رسولي دي. IOM په یوه ټویټ کې ویلي چې د زلزلې له پیله دوی په سیمه کې حضور لري او د امریکا، جاپان او جرمني په مرسته یې پکتیکا او خوست ولایتونو ته تراوسه په نژدې ۱۴۰ لاریو کې مرستې رسولي دي. د دې ادارې په خبره، پر اړو پنځه زره کورنیو یې دېرش زره عاجلې خیمې او د غیر خوراکي موادو بستې ویشلې دي. د دې ادارې په وینا په پکتیا او خوست ولایتونو کې وروستۍ زلزلې نژدې لس زره کورونه ویجاړ کړي یا زیانمن کړي دي.

جرمني له افغانستان سره د ۵۵ ميليون يورو مرسته وکړه

Pa.azadiradio.com 

جرمني د افغانستان د بشري مرستو له صندوق سره د روان ۲۰۲۲ او د ۲۰۲۳ کلونو لپاره د نورو ۵۵ ملیون یورو مرسته وکړه. د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږه کونکې ادارې، اوچا پر خپله ټویټرپاڼه د جرمني د دې مرستو هر کلی کړی او ویلي یې دي چې جرمني په روان کال کې په افغانستان کې له اړو کسانو سره د ژوند ژغورنې د بېړنو مرستو لپاره د پنځوس ملیونه یورو مرسته کړې او هم یې د راتلونکي کال لپاره له دې صندوق سره د پنځه ميلیون یورو مرستې ژمنه کړې ده. جرمني د بسپنې د دې صندوق دوهم لوی مرسته کونکی بلل شوی چې د مرستو اندازه... Читать дальше...

آيا نجونې او مېرمنې به بهرنيو هېوادونو ته زده کړه‌ييزو بورسونو کې پرته له محرم پرېښودل شي؟

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو له واکمنېدو مخکې یو شمېر افغانانو هر کال د زده کړو بورسیې یا سکالرشيپونه افغان ځوانانو ته ورکول چې نجونو او ښځو هم په کې برخه درلوده. سږ کال د طالبانو په واکمنۍ کې چې بې له محرمه ښځې سفر نه‌شي کولای، د هغو نجونو او مېرمنو برخلیک به څنګه شي چې غواړي په بهر کې زده کړې وکړي؟ يوه نجلۍ چې نه‌غواړي، نوم یې په راپور کې یاد شي، په نجونو او ښځو د طالبانو له محدودېتونو شکایت کوي. دا چې په هند کې یې د ماسټرۍ د سکالرشيپ کارونه پای ته په رسېدو دي، اندېښنه لري چې له محرم پرته به څنګه هند ته سفر... Читать дальше...

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت: طالبان له افغانانو سره خپلو ژمنو کې پاتې راغلي

Pa.azadiradio.com 

د متحده‌ ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت ویاند نېډپرایس پرون رسنیو ته وویل، ډېر کم لیدل شوي چې طالبانو له خلکو سره په خپلو کړو ژمنو عمل کړی وي. امریکا یو ځل بیا طالبان پړه وبلل چې د افغانانو د حقونو د خوندیتوب لپاره یې په کور دننه او نړیوالو سره په خپلو کړو ژمنو عمل نه‌دی کړی. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نېډ پرایس پرون رسنیو ته وویل، طالبانو نړیوالې ټولنې او تر ټولو مهم له افغانانو سره وعده کړې وه چې د هغوی استازولي به کوي او غوښتنې به یې مني، خو داسې مهال چې د حکومت‌ولۍ دعوه هم کوي، په هره... Читать дальше...



د څارويو يو شمېر پلورونکي: سږ کال د قربانۍ لپاره د څارويو د پلور بازار کمزوری دی

Pa.azadiradio.com 

د څارویو یو شمېر پلورنکي وايي، د تېرو اخترونو په پرتله سږ کال د قربانۍ لپاره د څارویو د پلور بازار ډېر کمزوری دی. دوی وايي لوی لامل يې په افغانستان کې فقر او بې وزلي ده. د کابل ښار ختیځ خواته د علي خېلو د سیمې د څارویو د پلور په یو بازار کې د خلکو ګڼه ګوڼه نسبتا زیاته ده، خو کم شمېر کسان څاروي اخلي او زیات شمېر يې یوازې بیه کوي. د څارویو پلورنکي وايي، د تېرو اخترونو په پرتله سږ کال د څارویو بیې ټیټې شوي دي خو اخیستونکي يې کم دي. د سپیني په نوم د څارویو یو پلورنکي ازادي راډيو ته وویل: "تېرو... Читать дальше...

د معترضو ښځو غورځنګ: هيڅ بنسټ حق نه‌لري چې د افغان مېرمنو پر برخليک پرېکړه وکړي

Pa.azadiradio.com 

د افغان معترضو ښځو غورځنګ وایي، هېڅ نړیواله او کورنۍ ډله او بنسټ حق نه‌لري چې طالبانو سره د افغان ښځو د برخلیک په اړه پرېکړه وکړي. د دې غورځنګ غړې وایي، طالبانو د خپلې واکمنۍ له پیله تر دې دمه د افغان ښځو له حقونو سرغړونه کړې. د افغان معترضو ښځو غورځنګ پر ټولنیزو رسنیو د څو ویډیویي پیغامونو او بیان په خپرولو ټینګار کوي او وايي، هېڅ څوک هم د افغان ښځو چې د دوی په خبره د ټولنې نیمایي نفوس جوړوي، طالبانو سره د خبرو او د دوی په اړه د پرېکړې حق نه‌لري. د دغو معترضو ښځو له ډلې راضیه بارکزۍ ازادي... Читать дальше...

انتوني بلينکن د 'جي ۲۰ ډلې' غونډه کې د ګډون په موخه اندونيزيا ته روان شو

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د( جي ۲۰) ډلې په غونډه کې د ګډون په هدف نن د اندونیزیا بالي ښار ته سفر کوي. نوموړی به د غونډې له ګډونوالو وغواړي چې پر روسیې د دې لپاره فشار راوړي چې د تړل شویو سمندري کرښو د خلاصون لپاره د ملګرو ملتونو د هڅو ملاتړ وکړي. دا غونډه د جولای په ۷مه او ۸مه نېټه د اندونیزیا په بالي ښار کې جوړیږي او د ټولو غړو هېوادونو د بهرنیو چارو استازي په‌کې ګډون کوي. بلینکن به د غونډې له ګډونوالو وغواړي چې پر روسیې د دې لپاره فشار راوړي چې د سمندري لارو د بېرته پرانيستو لپاره د ملګرو ملتونو د هڅو ملاتړ وکړي. Читать дальше...

د يوناما نوی مرستيال: افغانستان لپاره کار کولو ته ژمن يم

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان لپاره د ملګروملتونو د مرستندویه ماموریت، یوناما نوی مرستیال مارکوس پوتزل وایي، د افغانستان خلکو ته چې هېواد یې په معاصر تاریخ کې په یوه حساسه مرحله کې دی، کارکولو ته ژمن دی. ښاغلي پوتزل چې له ۲۰۱۷ نه تر۲۰۲۱ کال پورې یې د افغانستان او پاکستان لپاره د جرمني د ځانګړي استازي په توګه دنده ترسره کړې، د روان کال د جون په اولسمه د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتیرش د افغانستان د سیاسي ماموریت لپاره د خپل نوي مرستیال په توګه وټاکه. نوموړي په یوه ټویټ کې چې د یوناما پرپاڼه خپورشوی، افغانستان... Читать дальше...

امريکا: د افغانستان د کنګل شوې درې نيم ميليارده ډالره شتمنۍ پر ازادېدو کار کوو

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي، متحده ایالات پر دې مسلې چې په څه ډول د افغانستان کنګل شوې درې نیم ملیارډ ډالره شتمني د افغانستان خلکو ته ورسیږي نه طالبانوته، په بېړه کار کوي. د دې وزارت ویاند نیډ پرایس چې پرون ناوخته یې په یوه خبري کنفرانس کې څرګندونې کولې وویل، طالبانو د افغانستان له خلکو سره په هره برخه کې کړې ژمنې نه‌دي پر ځای کړي. هغه زیاته کړه چې متحده ایالات له خپلو متحدانو او شریکانو سره کار کوي او تل یې دا موضوع واضح کړې چې غواړي د افغان ښځو، نجونو او لږکیو حقونه خوندي شي. د نیډ... Читать дальше...

د خوست او فراه په ګمرکونو کې انالوګ تلې فعالې شوې

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو حکومت د مالیې وزارت پر خپله وېبپاڼه لیکلي دي، چې د یادو تلو په فعالېدو سره سوداګرو، موټر چلونکو او د ګمرک کارکونکو ته د دې ترڅنګ چې د وزن د تللو چاره اسانه کېږي، ورسره د وزن معلولو او د عوایدو په ټولولو کې د فساد مخنیوی هم کېږي. د مالیې وزارت د معلوماتو پر بنسټ د فراه د ابونصر فراهي ګمرک نوې فعاله شوې تله ۲۲ متره اوږوالی او ۱۰ لوډسېلونه لري او د خوست ګمرک تله ۱۸ متره اوږدوالی او ۸ لوډسېلونه لري چي هره تله د ۱۵۰ ټنه وزن د پورته کولو وړتیا لري. د مالیې وزارت ویلي چي ډېر ژر به د نیمروز... Читать дальше...

يوناما بېکاره افغانانو ته کاري فرصتونه برابروي

Pa.azadiradio.com 

په داسې حال کې، چې په اقغانستان کې بېکاري ورځ تر بلې مخ په ډېرېدو ده، د یونما په همکارۍ وزګارو کسانو ته د کاري فرصتونو د برابرولو هڅې روانې دي. د طالبانو حکومت د اقتصاد وزارت وايي، د ملګرو ملتونو د مرستندوی مامورېت (یوناما) مرستیال د دې وزارت له سرپرست سره په لیدنه کې ویلي، چې دا سازمان ۲ میلیونه کسانو ته د کاري فرصتونو د موندلو په هڅه کې دی. دې وزارت پر خپله وېبپاڼه لیکلي دي، چې د طالبانو حکومت د اقتصاد وزارت سرپرست قارين دین محمد حنیف د سې شنبې په ورځ په افغانستان کې د یوناما له مرستیال ډاکتر... Читать дальше...

د طالبانو د مشر اختريز پيغام: له امريکا او نړيوالې ټولنې سره ښې اړيکې غواړو

Pa.azadiradio.com 

د لوی اختر په مناسبت د نوموړي خپاره شوي پيغام کې چې طالب ویاندویانو رسنیو ته لېږلی، هغه دا اړیکې د افغانستان او نړۍ په خیر بللي. ملاهبت‌الله اخندزاده په افغانستان کې روان اقتصادي او ټولنیز وضعیت ته هم اشاره کړې، خو داسې مهال چې په عصري او دیني علومو یې ټینګار کړی، مګر له شپږم ټولګي پورته د نجونو د ښوونځیو د پرانستو هیڅ یادونه یې نه‌ده کړې. د طالبانو مشر ملاهبت‌الله اخندزاده وايي، د امریکا په ګډون له ټولې نړۍ سره ښې او پیاوړې ډیپلوماټیکي اړیکې غواړي. هغه دا خبره د لوی اختر په مناسبت خپل پيغام کې کړې ده. Читать дальше...

امريکا به د جي شل هېوادونو غونډه کې په روسيې د سمندري لارو پرانيستلو غوښتنه مطرح کړي

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د متحد ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر به روانه اونۍ د نړۍ د شلو سترو صنعتي هېوادو( جي شل) له غړیو وغواړي چې پر روسیې فشار راولي چې د اوکراین د جګړې له امله بندې شوې سمندرې لارې پرانیزي. انتوني بلینکن چین ته هم خبرداری ورکړ چې د ماسکو د جګړې ملاتړ ونه کړي. په اقتصادي برخه کې د متحد ایالتونو د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال رامین تولوي وویل چې ښاغلی بلینکین به دا موضوعات د جمعې په ورځ د جي شل هېوادو د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې مطرح کړي. ښاغلی بلینکین نن د جي شل هېوادونو د بهرنیو چارو... Читать дальше...

د يخي پر سر د هاکي فدراسيون: د روسيې او بيلاروس لوبډلې په نړيوال لوبو کې ګډون نه‌شي کولی

Pa.azadiradio.com 

د یخي پر سر د هاکي نړیوال فدراسیون د روسیې او بیلاروس هغه غوښتنه رد کړه چې په لوبو کې د ګډون اجازه ورکړي. د یخي پر سر د هاکي د نړیوال فدراسیون بورډ پرون په یوه بیان کې وویل چې دا بندیز نه دی د لوبغاړو د خوندیتوب پرېکړه ده. د یخي پر سر د هاکي نړیوال فدراسیون پر اوکراین د روسیې تر برید څلور ورځې وروسته د فبروري په میاشت کې پرېکړه وکړه چې د روسیې او بیلاروس ملي لوبډلې او کلبونه نه‌شي کولی چې په نړیوالو لوبو کې برخه واخلي. روسیه او بېلاروس بیاهم کولی شي چې قضیه د سپورټ لپاره د عدالت نړیوالې محکمې ته راجع کړي.

د افغانستان په باب د نړيوالو ورځپانو تبصرې

Pa.azadiradio.com 

ډپلوماټ خپرونه: ډپلوماټ خپرونې د طالبانو د سترې غونډې په اړه یوه مقاله خپره کړې ده. په مقاله کې یادونه شوې چې د افغانستان په پلازمېنه کې د دیني عالمانو او قومي مشرانو درې ورځنۍ غونډه د شنبې په ورځ د طالبانو د ملاتړ په ژمنو پای ته ورسېده او له نړیوالې ټولنې یې وغوښتل چې د طالبانو په مشرۍ حکومت په رسمیت وپېژني. وروسته لولو چې په دې غونډه کې د حاضرینو غوڅ اکثریت د طالبانو چارواکي او پلویان وو چې ډېری یې اسلامي دیني عالمان وو. ښځو ته اجازه نه وه ورکول شوې چې په دې غونډه کې ګډون وکړي. د لیکوال... Читать дальше...


Музыкальные новости
Игорь Бутман

Трансляцию концертов оркестра Бутмана в Китае посмотрели более 50 млн человек





Rss.plus
Желдорреммаш

Уссурийский ЛРЗ расширяет форматы промышленных экскурсий на предприятие




Секрет долгожителей Азии раскрыт: гастроэнтеролог Садыков рассказал о пользе красного риса

Надежда Позднякова: Сертифицированные бриллианты — это валюта, которая работает по всему миру

В горокруге Чехов произошла авария с грузовиком и пятью легковыми автомобилями

Музей Победы представит свои проекты в Московском Дворце пионеров




پاکستان پر چينايي استادانو بريد کې د لاس لرلو په تورن يو تن نيولی

Pa.azadiradio.com 

پاکستان پرون وویل چې یو تن یې پر چینایي استادانو په وروستۍ ځان وژونکې حمله کې د لاس لرلو په تور نیولی دی. پولیسو چې د تورن کس نوم داد بخش ښودلي، دا هم ویلي دي چې هغه په خپل جرم اعتراف کړي او منلې يې ده چې په دې حمله کې یې د فني تجهیزاتو مرسته کړې ده. د کراچۍ په پوهنتون کې په تېره اپریل میاشت کې په ځان وژونکې حمله کې د دې پوهنتون درې چینایي استادان ووژل شول. پاکستاني چارواکو ویلي وچې دغه برید یوې ښځې کړی دی. د بلوچستان آرادي بخښونکي غورځنګ د دغه برید مسولیت اخیستی دی.

د افغانستان بانک نن يولس ميليون ډالره ليلاموي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان بانک په خپله ټویټرپاڼه کې له سوداګریزو بانکونو او د صرافۍ او د پولي خدمتونو له شرکتونو څخه چې په شرایطو برابر وي، غوښتنه کړې چې په دې داوطلبۍ کې ګډون وکړي. د داوطلبۍ ګټوونکي اړ دي څو خپل حسابونه د لیلام د ورځې تر پایه پورې تصفیه کړي. د افغانستان بانک له څو میاشتو راهیسې د افغانیو د ارزښت د ثابت ساتلو لپاره هره میاشت څو ځلې په لسګونو ميلیون ډالرو لیلاموي. د افغانستان بانک داسې مهال د ډالرو د ليلام خبره کوي چې په دې وروستيو کې د نفتي او خوراکي توکو بيې تر بل هر وخت لوړې شوي دي.

د کډوالو عالي کمېشنرۍ کندهار کې يو روغتيايي مرکز پرانيستلی

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ د کندهار ولایت په اعظم کلا کې د یوه روغتیایي مرکز د پرانستلو خبر ورکوي. دغې کمېشنرۍ په یوه ټویټ کې ویلي چې دغه روغتیایي مرکز به په دې سیمه کې ۴۳۰۰ تنو کورنیو بې ځایه شویو ته روغتیايي خدمات سرته رسوي. یو ان ایچ سي ار ویلي چې دا مرکز په سولري یا لمریزې برېښنا سمبال دی چې ناروغانو ته ښه امکانات برابروي.

ترکيه له ۳۸۰ زيات نور افغان کډوال له خپلې خاورې باسي

Pa.azadiradio.com 

د ترکیې د انادولیا رسمي خبري آژانس د راپورله مخې ۳۶۳ افغان کډوال د دې هېواد چارواکو استانبول ته لېږدولي چې له هغه ځایه یې افغانستان ته واستوي. دغه افغان کډوال د ترکیې په ادیرنه ښار کې نیول شوي دي. د راپور له مخې دغو افغانانو چې په غیر قانوني توګه یې په دې ښارکې ژوند کاوه، له همدې امله چې د استوګنې قانوني اجازه یې نه‌لرله، بېرته افغانستان ته لېږل کېږي. خو دا نه‌دي ویل شوي چې دوی به کله افغانستان ته لېږل کېږي. ترکیې په دې وروستیو کې د افغان کډوالو د ایستلو بهیر چټک کړی دی. د ثور په میاشت... Читать дальше...

ايسلنډ افغانستان سره ۲۹۶ زره امريکايي ډالره مرسته وکړه

Pa.azadiradio.com 

ایسلنډ د افغانستان د بشري مرستو له صندوق سره د ۴۹ ميلیون کرونو چې ۲۹۶ زره امریکایي ډالر کېږي، مرسته وکړه. د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږې کونکې ادارې، اوچا د ایسلنډ د دې مرستو چې په افغانستان کې به د ژوند ژغورنې پر بېړنیو چارو لګیږي، مننه کړې او ویلي یې دي چې په دغې مرستې سره له ۲۰۲۰ کال راهیسې له دې صندوق سره د ایسلند د سخاوتمندانو مرستو اندازه ۹۵ ميلیون ایسلنډي کرونو ته رسیږي. په دې وروستيو کې چې په پکتيکا او خوست ولايتونو کې زلزلې زرګونه خلک زيانمن کړل، افغانستان سره د بهرنيو هېوادونو مرستې ډېرې شوي دي.

ازبکستان: له افغانستان پرون پنځه توغندي را توغول شوي

Pa.azadiradio.com 

ازبکستان ویلي چې د افغانستان له لوري پرون پنځه توغندي د دې هېواد په جنوب ختیځ کې پر یوه سرحدي ښار ګوټي ایشتل شوي خو چاته یې زیان نه‌دی رسولی. د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې دغه توغندي پر ترمز ښار کې لګېدلي او یوازې څلورو کورونو ته یې یو څه زیان اړولی دی. دې وزارت ویلي چې چارواکي له افغان لوري سره د دې پېښې په اړه څېړنه کوي چې علت یې معلوم کړي. د هغو راپورونو په اړه چې ویل شوي له دغې پېښې وروسته د ازبکستان جنګي الوتکې پورته شوي، د ازبکستان چارواکو رسماً څه نه‌دي ویلي. چارواکو دغه راز... Читать дальше...



Москва

Книжные новинки, лаборатория текста и иллюстраций — ждут гостей Московского детского фестиваля искусств «НЕБО»


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Собянин: Более трех миллионов человек посетили фестиваль «Москва на волне. Рыбная неделя»



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Джиган

Бесконечный отдых закончился: Джиган и Оксана Самойлова стали участниками шоу «Выжить в Дубае»




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

Представители KAMA TYRES приняли участие в 57-й легкоатлетической эстафете

МегаФон привёз спасателям и пожарным грузовик связи

Вышел второй подкаст онлайн-лектория «Иннагрика» о возможностях аграрной генетики для молодых исследователей


Ролан Гаррос

Арина Соболенко повторила уникальное достижение Азаренко на турнирах «Большого шлема»



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Мода

«585*ЗОЛОТОЙ» выступила партнером медиафестиваля творческой молодежи YOUPITER



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России