د اختر نمانځنه؛ منصور: د اقتصادي ستونزو له امله مې قرباني ونه کړه
په کابل کې بېلابېلو اقتصادي ستونزو د لوی اختر نمانځل کمرنګه کړي دي. احمد منصور چې د کابل ښار اوسېدونکی دی وايي، تېرو لویو اخترونو کې به یې یو یا دوه څاروي قرباني کول خو سږ کال د اقتصادي ستونزو له امله یې د دغه سنت پر ځای کولو نه محروم شوی دی. هغه وویل: "زموږ کورنۍ به تر درېیو څاروي قرباني کول، سږ کال مو اقتصاد کمزوری وه او ومو نه شواى کړای چې ان یوه قرباني هم وکړو، کار نه شته اقتصادي ستونزې زیاتې دي." منصور د سلګونو خلکو له ډلې یو دی چې تېرو کلونو کې به یې اخترونو کې قربانۍ کولې خو سږ کال یې په وس نه وه چې پسه یا غوا حلاله کړي. Читать дальше...